د افغانستان د وګړیو شمېر ته په کتو اقتصادي پراختیا کمه ده

د ولسمشر ځانګړې استازې او د بشر حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، د افغانستان د وګړیو د شمېر ودې ته په کتو د دغه هېواد اقتصادي وده کمه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې رییس او د افغانستان د پالیسۍ ډلې همغږی کوونکی محمدفهیم دشتي چې د افغانستان د پالیسۍ ډلې نظرپوښتنې پایلې یې اعلانولې وویل، افغانان هیله لري چې اقتصادي پر ځان بسیاینه یې باید په بهرنیو مرستو پورې تړلې نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د تازه راپور موندنې ښيي، که څه هم افغانستان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې اقتصادي وده کړې، خو زیاتوي چې دا وده د خلکو د بې‌وزلۍ کمولو او ژوند ښه کولو په برخه کې د بسنې وړ نه بولي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام