کابل او هرات کې د ټاپي پروژې له پرانېستې ملاتړ

د اسیا زړه‌ ملتونو د هم‌پالنې بهیر بنسټ‌اېښودونکیو او د امنیت شورا د پالیسۍ او انسجام شورا مشر محب‌الله نوري نن کابل کې یوې خبري غونډه کې د ټاپي پروژې د پرانېستې مراسمو له پیله په ملاتړ وايي، ټاپي په افغانستان کې یوه بې‌مخینې اقتصادي پروژه ده چې ملاتړ یې ضروري دی.

د ښاغلي نوري په خبره، ټول افغانان باید د هېواد له‌دې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ وکړي.

د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور او صنایعو معین فیروز مسجدي دې غونډې ته وویل، ټاپي پروژه افغانستان د ټرانزیټ له یوې څلور لارې سره نښلوي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځای‌ناستي ویاند شاه‌حسین مرتضوي یوې بلې خبري غونډې ته ویلي، د ټاپي پروژې پرانیستې سره به هېواد کې مناسب کاري فرصتونه رامنځ‌ته شي.

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات تلاش دارند همزمان با گشایش پروژه تاپی، فرهنگ و عنعنات افغانستان به ویژه هرات را به نمایش بگذارند.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان هڅه کوي چې د ټاپي پروژې له پرانېستې سره به د افغانستان عنعنات نندارې ته وړاندې کړي او په بشپړ ډول به د دې پروژې ملاتړ وکړي.

سبا به د ټاپي پروژې د کار په پیل سره د اورګاډي پټلۍ، نوري فایبر، اوبو او برېښنا سړکونو او بېلا‌بېلو برخو کې مهم کاري فرصتونه برابر شي.

ټاپي یا له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو لېږد پروژه، سیمه کې له سترو اقتصادي پروژو ده چې د کار په پیل سره به یې د افغانستان سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام