
د کونړ مرکزي برېښنا کوټ بیارغونې لهپاره ۲۰۰۴ کال کې د نورمل په نوم یو روسي شرکت سره تړون شو و، خو دغه شرکت کار نه دی کړی او پیسې هم تښتولي دي.
د کونړ برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې د دغه برېښنا کوټ د ماشینونو استهلاک موده پخوا پوره شوې، د بیارغونې لهپاره یې د انرژۍ او اوبو وزارت په ۲۰۰۴ کال کې د نورمل په نوم له یو روسي شرکت سره د ۲۰۰ او ۸۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی و.
د تړون له مخې، نورمل شرکت د وسایلو له اخیستلو وروسته باید خپل کار په شپږو میاشتو کې بشپړ کړی وی، خو کار یې پرېښود په خپله مخه ولاړ.
د برېښنا کوټ امر انجینیر عطاالله سلام وطندار ته وویل، روسي نورمل شرکت هغه مهال دوه توربینونه او ځینې نور توکي ور وړي وو، چې هماغه شان په برېښنا کوټ کې پراته دي او کار ترې نه اخیستل کېږي.
عطاالله وايي، نورمل شرکت د برېښنا کوټ له رغولو پرته د انرژۍ او اوبو وزارت څخه ۲۴۰ زره امریکايي ډالر اخیستي او تللي دي.
د کونړ برېښنا کوټ امر وویل، د انرژۍ او اوبو وزارت دغه تړون سږ کال لغوه کړی او اوس د برېښنا کوټ بیارغونې لهپاره د نوي تړون په لټه کې دی.
دغه برېښنا کوټ شاوخوا دوه دېرش کاله مخکې جوړ شوی په لومړیو کې یې ۷۰۰ کیلو واټه برېښنا تولیدوله؛ اوس د تخنیکي ستونزو له امله ۲۰۰ کیلو واټه برېښنا تولیدوي.
په ورته وخت کې د انرژۍ او اوبو وزارت د تدارکاتو رییس ولي الله جبارخېل په دې اړه ناخبري وښودله.
جبارخېل وویل، چې دغه تړون په ۲۰۰۴ کال کې شوی او دی په ۲۰۰۱ کال کې د تدارکاتو برخې ته راغلی دی.
د کونړ ولایت اوسېدونکي د برېښنا کوټ بیارغونې غوښتنې سربېره، نورمل نومي روسي شرکت ته له کار پرته د دومره پیسو ورکړې په اړه له حکومته وضاحت غواړي.





