پاکستان ته د دروازو بندیدو له امله زرګونه میلیونه روپۍ زیان رسېدلی

پاکستاني مسوولین وايي، چې د تورخم او سپین بولدک دروازو د تړلو له امله افغانستان یوازې ۲۰ سلنه زیان کړی او پاتې ۸۰ سلنه نور تاوان بیا د پاکستان اقتصاد ته رسېدلی دی.

دوی وايي، چې د دغو لارو د بندښت له امله پاکستاني سوداګرو ته په اربونو (زرګونه میلیونه) تاوان رسېدلی دی.

وروسته له هغه، چې په لاهور او د دغه هېواد سند ایالت پر لال (لعل) شهباز قلندر خونړي بریدونه وشولو، نو پاکستان پريکړه وکړه، چې باید پر افغانستان د چمن او سپین بولدک دروازې وتړي.

چې د دغو دروازو د تړلو له امله دواړو غاړو ته مالي زیانونه واوښتل.

د تورخم او چمن لارې تړلو په اړه د پاکستاني چارواکو له پریکړې پوره یوه میاشت تیریږي او په دې سره د سوداګرو پروینا د افغانستان په پرتله ډیر زیان پاکستان ته اووښتي.

په دې اړه د لنډي کوتل ټرانسپورټ اتحادیې مشر شاکر افريدی وایي د لارو بندولو پاکستانیان ډیر زیانمن کړي.

هغه زیاته کړه: "د اربو روپو تاوان وشو د يو يو ګاډي د ورځې مزدوري لس زره روپۍ ده او په دغو ګاډو کې چې کوم سامان وو هغه هم خراب شو، چې څومره نقصان پاکستان ته وشو نو دومره افغانستان ته نه دی شوی".

همدارنګه له لوري،  له لنډي کوتله تر پیښوره پورې له یوې میاشتې راهیسې ولاړو موټرو چلونکي هم له سختو ستونزو سره مخ دي او وایي، چې موټرونو او په موټرونو کې پروت مال هم ډیر مالي زیان اووښتی دی.

په دې اړه یو تن د بار وړونکو موټر چلونکی د توپان‌خان په نوم وايي، چې له یوې میاشتې راهیسې یې موټر ځای پرځای ولاړ دی چې په دې سره هم له مزدورۍ پاتې او هم یې په موټر کې بار مال خراب شوی.

هغه زیاته کړه: "د سبزۍ ګاډي خراب شول، د سمينټو بار موټر ولاړ دي په دې چې مياشت واوړي نو خامخا خرابيږي، چرګان چې کوم اي سي ګاډو کې راغلي هغه هم خراب شول د مال مالکان وایي چه په نيم قيمت دې لاړ شي خو چې خرڅ شي".

پاکستان تر اوسه یوازې دوه ورځې د لږې مودې له پاره د هغو خلکو پر مخ دروازې پرانیستې چې پاسپورت او ویزې یې درلودې او نور لسګونه زره افغانان لاهم بند پاتې او له سختو ستونزو سره مخ دي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام