غور کې د ښځو رستورانت جوړ شو

د غور یوې ښځې د دې ولایت د کلیوالو ښځو د اقتصادي پرمختګ له‌پاره په لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې رستورانت جوړ کړی‌.

۲۴کلنه شریفه موحدي وايي چې د غور د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ په چلابک کلي کې یې د فرهنګي او ټولنیزو ستونزو له امله په ډېرې سختۍ سره ښوونځي ویلی‌ دی.

اغلې موحدي وايي، برعکس مور، پلار او وروڼو یې زده‌کړو ته ډېره هڅولې ده.

د هغې په وینا، د دې له‌پاره چې خلک ورپسې خبرې ونه‌کړي، په کوچنیوالي کې یې د ښوونځي د شوق له‌پاره د هلکانو جامې هم اغوستې دي.

شریفې موحدي ټولو ستونز سره له مبارزې کولو وروسته د بامیان پوهنتون له زراعت پوهنځي نه د لیسانس سند واخېستی دی.

هغې دوه کاله مخکې په لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې د سبزیو د پروسېس د مسوولې په توګه دنده پيل کړه.

د دې په وینا، په خپل معاش یې په کلي کې د لسګونو کلیوالو ښځو د بوختیا له‌پاره د سبزیو د پروسېس یو مرکز جوړ کړ.

د دې مېرمنې په خبره، د سبزیو د پروسېس له مرکزه سپما شویو پیسو باندې یې د کلیوالو ښځو د کاري بوختیا له‌پاره رستورانت جوړ کړ.

د اغلې موحدي په وینا، د رستورانت د جوړولو په لومړي پړاو کې د ډېرو کلیوالو له لوري مسخره شوه؛ خو بیا یې هم همت ونه بایللو او د ۱۰ نورو ښځو په ګډون یې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه.

دا وايي، اوس یې کار ښه شوی او په پسرلي کې په خوراک کې نوی‌والی راولي.

اغلې شریفه زیاتوي، ډېر پېرېدونکي یې د ښوونځي زده‌کوونکي، هټیوال او کلیوالې ښځې دي.

شریفه موحدي دا خپل کوچنی کار بولي؛ خو باوري ده چې ټول د یو کوچني کار په‌واسطه خپل ځان او نورو ته ته بدلون ورکولی شي.

اغلې موحدي هیله‌منه ده چې د دې دا کار به د نورو ښځو له‌پاره انګېزه شي چې خپل فعالیتونه پراخ او په کورني اقتصاد کې مهمه ونډه ولرلی شي.

د دې په خبره، دا او کارکوونکي یې د رستورانت د کارونو ترڅنګ لاسي‌کارونه هم کوي او د ولسوالۍ بازار ته یې د پلور له‌پاره لېږي.

اغلې موحدي د اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ د ښځو د حقونو فعاله هم ده او په ځېنو رسنیو کې یې مقالې هم خپرې شوې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام