د کندهار په صنعتي پارک کې ۱۰۵ فابریکې تړل شوي دي

د کندهار ولایت د صنعت کارانو ټولنې مشر باريداد صادق وايي، چې په دې وروستیو کې د برېښنا پرچاوي له امله ۱۰۵ فابریکې په دې ولایت کې تړل شوي دي.

نوموړي وویل، تړل شویو فابریکو د ودانیو توکي او ځینې نور خوراکي مواد تولیدول.

د صادق پر وینا، که د برېښنا پرچاوي نوره هم اوږده شي، نو پاتې ۲۰ فابریکې به هم ډېر ژر وتړل شي.

باریداد صادق وویل، د کندهار صنعتي پارک ته ټولټال ۸ میګاواټه برېښنا ورکول شوې، چې له تېرو څو اونیو راهیسې په بشپړ ډول غوڅه شوې.

صادق وايي، د دغو فابریکو له تړلو سره سم ۲زره کاریګرو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي،

د کندهار ولایتي شورا هم وايي، د صنعتي پارک فابریکو په تړل کېدو خبر دي او زیاتوي، چې دا ډول ناسم حالت د اقتصاد په برخه کې د افغانستان پر ځان بسیاینه زیانمنوي.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم وايي، چې د کندهار ولایت صنعتي پارک ته د نورو  ولایتونو په شان اسانتیاوې برابرې شوي نه دي او دغه ډول چلند پر پانګې ناسم اغیز لري.

خو د کندهار د برېښنا ریاست مسوولین بیا وايي، صنعتي پارک به هېڅکله سقوط ته پرې نږدي.

د دغه ریاست سوداګریز مرستیال امان الله ایوب فاروقي سلام وطندار ته وویل، د کندهار پر صنعتي پارک د برېښنا پارچاوي د احمدشاهي واټ رغېدو په لار کې د برېښنا پایو د ځایونو بدلېدو او د جنراتورونو د سون توکو د کمښت له امله رامنځته شوې.

فاروقي زیاتوي، چې ډېر ژر به د کندهار صنعتي پارک برېښنا ورغوي.

د کندهار صنعت کاران وايي، د صنعتي پارک له پاره د برېښنا او نور اسانتیاوو برابرولو په برخه کې بېغوري کېږي او له همدې امله ډېرو سوداګرو خپلې شتمنۍ نورو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته ولېږدولې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام