کابل کې د کلیوالو میرمنو ۲ ستر نندارتون پرانستل شو

د پلازمېنې کابل په بادام باغ سیمه کې د کرنیزو محصولاتو ۱۷ م نړېوال نندارتون د کلیوالو میرمنو له نړیوالې ورځې سره یوځای ونمانځل شوه.

افغان ولسمشر د دغه نندارتون پرانیستغونډې ته وویل، چې کلیوالې میرمنې د هیواد په هوساینه کې خورا مهم رول لوبوي او د دغو میرمنو نننۍ هڅې په راتلونکي کې هېواد روښنايې په لور بیايي.

 سبا ورځ د هیواد د روښنایي په لور بیایي.

د هیواد ولسمشر محمد اشرف غني د زراعتي محصولاتو ۱۷ م نړیوال نندارتون د کلیوالو میرمنو د نړیوالې ورځې سره سم د کابل په بادام باغ کې پرانیسته.

غني وویل، که څه هم ۱۵ سلنه خلک له خوارۍ او بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي او ۴۹ تر ۶۰ سلنه خلک د خوړو خوندیتوب نه لري، خو بیا هم د کلیوالو میرمنو هڅې د خلکو په دسترخوان کې د بدلون راوستلو په پار یو ګټور ګام بولي.

ولسمشر زیاته کړه، چې دولت پر کلیوالو میرمنو یوازې ۳۰۰۰ تر ۶۰۰۰ افغانۍ پانګونه کړې په داسې حال کې، چې افغانستان کې میلیاردونه راغلي ډالر ضایع شول.

ولسمشر غني وایي، سره له دې چې افغاني محصولات لوړ کیفیت لري خو د پلور له پاره یې د سم بازار نه درلود، نو ځکه خو یې سمه وده نه ده کړې.

همدارنګه ولسمشر په دغه نندارتون کې د فواید عامې، د انرژۍ او اوبو او د کلیو او پراختیا وزارتونه چې له کرنې وزارت سره مرسته کوي وغوښتل چې کلیو ته ډیر خدمتونه وکړي.

غني کروندګرو میرمنو ته ډاډ ورکړ، چې د کلیوالو میرمنو پرګرام به په ټول افغانستان کې پلی کوي.

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ  وزیر اسدالله ضمیر د نندارتون ګډونوالو ته وویل، چې هغوی د روان کال ۸۱ سلنه بودیجه ترلاسه کړې او ۶۵ سلنه یې لګولې ده.

ضمیر زیاته کړه، چې په غور، دایکندي، خوست، قندهار، پکتیکا، غزني، کونړ او نورستان ولایتونو کې یې پراختیایي پرګرامونه پیل کړي.

د دې ترڅنګ چې په دغه نندارتون کې بزګرانو خپل کرنیز پیداوار نندارې ته وړاندې کوي د کرنې وزارت خپله نوې تکنالوژي هم کلیوالو ته ورپیژني.

بزګرانو او یوشمیر بهرنیو شرکتونو خپل توکي په ۲۳۲ غرفو کې چې ۵۸ یې د میرمنو وې نندارې ته وړاندې کړل او دغه نندارتون به ۳ ورځې دوام وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام