هرات کې د جورابو فابریکې پرانستل؛ معلولان به په‌کې کار کوي

هرات کې د معلولانو نړېوالې ورځې په مناسبت په‌دې ولایت کې د معلولانو له‌پاره د کاري بوختیا موندلو په موخه د جورابو فابریکه پرانستل شوه.

د دغې فابریکې مسوول عبدالغني حکیمي وویل، په یاده فابریکه کې یې د جورابو ۶ دستګاوې ايښې دي چې هره ورځ ۵۰۰ جوړې جورابې تولیدولای شي.

د نوموړي په وینا، معلولانو ته د کارموندلو په موخه یې په دغې فابریکې کې ۱۵ لکه افغانۍ پانګونه کړې چې لسګونه معلولان به په‌کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول کار وکړی.

په همدې حال کې یوشمېر معلولان چې په‌‌دې فابریکې کې کار کوي وایی، که حکومت او خلک د دوی له تولیداتو ملاتړ وکړي، ګڼ‌شمېر معلولانو ته به د کار اسانتیاوې برابرې شي.

دوه معلولان عبدالسلام عطايي او عزیزاحمد وايي، مخکې یې فکر کاوه چې کار نه‌شي کولای، خو اوس پر ځان باوري شوي چې د نورو وګړو په څېر دوی هم کار کولای شي.

دوی له امینتي ادارو نه غواړي چې د سرتېرو له‌پاره د دوی جورابې و پېري.

بلخوا په هرات کې د معلولانو پیاوړتیا بنسټ مسوولان که څه هم په‌دې ولایت کې د یادې فابریکې جوړولو هرکلی کوي، خو وايي، د معلولانو حقوق نه ورکول کېږي.

دوی زیاتوي، د معلولانو د حقونو په برخه کې شته قوانین نه عملي کېږي او حکومت هم په دولتي ادارو کې د معلولانو ۳ سلنه ونډه نه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام