
د کانونو او پټرولیم ځای ناستې وزیرې نرګس نهان په کابل کې د خبري غونډې پرمهال د هرات غوریان ولسوالۍ د مالګې کان استخراج تړون له یو خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
مېرمن نهان وویل، د کانونو او پټرولیم وزارت به له دغه کان څخه د کال څه د پاسه ۲۶ میلیونه افغانۍ عاید ولري او سربېره پر دې له ۲۰۰۰ زیاتو کسانو ته کاري زمینه برابریږي.
د وزېرې په خبره، له دغه کانه د کال ۲۵ زره ټنه مالګه استخراجیږي.
د تړونوال شرکت استازی بصیر احمد وایي د کانونو قانون پر بنسټ یې کار پیل او پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی.
د کانونو او پټرولیم ځای ناستې وزیره وایي، چې تړونوال شرکت د غوریان د مالګې پر کان له ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو زیاته پانګونه کوي او له ۷۰ زره ډالرو زیاتې پیسې به ټولنیزو خدمتونو ته ځانګړې شي.





