غني: له خدمتونو وړاندې کولو پرته د مالیاتو راټولول د منلو وړ نه دي

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د ښاري پراختیا په درېيم ملي کنفرانس کې وویل، چې پرته له خدمتونو وړاندې کولو د ښاروالیو له لوري د پېسو او مالیاتو ټولول به هېوادوالو ته د منلو وړ نه وي.

په دغه غونډه کې، چې نن دوشنبه (نوامبر ۷مه) په ارګ کې جوړه شوې وه، ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د هیواد ښارونو ته له یوې منظمې تګلارې پرته پراختیا ورکړل شوې، چې پر وینا یې دغه کار د هېوادوالو پرمخ د پراخو ستونزو د زېږېدو لامل شوی دی.

خو ولسمشر غني ټینګار وکړ، حکومت د پلازمینې اوسیدونکو ته د ښاري خدمتونو په برخه کې پلان ترلاس لاندې لري، چې له مخې به يې له ټولو تاریخي ځایونو او  کابل سیند څخه ساتنه وشي.

د غني پر وینا، د کابل ښار اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو پر خبره يې حکومت هڅه کوي چې کابل ښاریانو ته د اوبو پيداکولو او کثافاتو په لرې کولو کې بنسټيزه حل لاره ولټوي.

ولسمشر غني وویل، ښاروالۍ باید د عوایدو او مالیاتو د راټولولو په بدل کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

ولسمشر غني وايي، چې په وروستیو کې ښاري خدمتونو پراخ  شوي، خو دا  پراختیا د منلو وړ نه ده او باید د ښارونو په وضعیت کې  بنسټیز بدلون رامنځته شي.

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه، چې په همدې موخه له دې وروسته ارزښتناکه ځمکې نه پلوري او  "که خصوصي سکټور پرې د پانګونې لیوالتیا لري له دولت سره په همکارۍ دې پرې پانګونه وکړي."

دغه راز، د ښاري پراختیا وزیر سید منصور سعادت نادري جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د تېر یوه کال په موده کې يې د ښارونو معیاري کولو له پاره ځينې پروګرامونه پلي کړي دي، خو د قناعت وړ نه دي.

نادري زیاته کړه، چې د زورواکو له خوا د ناقانونه ښارګوټو جوړول، د کډوالو راستنېدل، په ښارونو کې د کلیوالو راغونډېدل او د ښار بنسټیزو برخو له پاره د قوانینو نشتون له هغو ستونزو ګڼل کیږي، چې ښاریان ورسره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام