د مالي کال اوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم هرات ولایت ته بودیجه نه ده لېږل شوې

د هرات ولایت چارواکي او د ولسي جرګې غړي د بودیجې په نه لېږلو کې د وزارتونو ترمنځ د نه همغږۍ په اړه وايي، چې د مالي کال اوو میاشتو په تېرېدو سره بېلابېلو بنسټونو د هرات ولایت ۷ سلنه بودیجه لګولې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، چې هرات ولایت ته یې ورکړې؛ په روان لمریز کال کې ۹ عشاریه ۵ میلیارده افغانۍ دغه ولایت ته بېلې شوي، چې له دې تر اوسه ترې ۷ سلنه وزارتونو سیمه ییزې ادارې ته ورکړي او پاتې بودیجه لا هم اړوندو وزارتونو نه ده لېږلې.

فرهاد وايي، چې وړمه ورځ د هرات والي په ولسي جرګه کې د هرات استازي ور بللي وو او د بوديجې په استولو کې یې ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې وه.

د ده پر وینا، په دې غونډه کې وکیلانو خبرداری ورکړ، که دغه ولایت ته بودیجه ونه لېږل شي؛ ډېرې پراختیايي پروژې به له پلي کېدا پاتې شي.

فرهاد زیاتوي، چې د پوهنې، فوایدعامې، کليو او پراختیا، عامې روغتیا، د نشه يي توکیو پرضد مبارزې، کرنې ریاستونو، مستوفیت، پوهنتون او هوايي ډګر، هغه بودیجوي واحدونه دي، چې ډېره بودیجه یې په نومونو په مالیې وزارت کې ثبت شوې ده، خو لا هم دا بودیجه اړوند وزارتونو نه ده رسېدلې.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق مجروح حکومت او په ځانګړي توګه وزارتونه پر فساد تورنوي.

ښاغلي مجروح سلام وطندارته وویل چې وړمه ورځ په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د سیمه ییزو ادارو ټول رییسان کابل ته غوښتل کېږي او له وزیرانو پوښتل کېږي چې بودیجه چېرته او په کومو کارونو لګول شوې ده.

دی وايي، چې د مالیې وزارت د اسنادو له مخې یو شمېر وزارتونو خیالي بودیجه هم د هرات په کلنۍ بودیجه کې شامل کړې ده.

د ولسي جرګې دغه غړی وايي، چې نه یوازې په بودیجه کې فساد په هرات ولایت کې یوه بېلګه ده، بلکې پر وینا یې، د هېواد ډېر ولایتونه له دې ستونزې سره مخ دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام