
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت نن (یکشنبه) د یوې خبري غونډې پرمهال له کورنیو خصوصي شرکتونو سره د ۳۰۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۴ پراختیايي پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند وايي، یادې پروژې په ۱۷ ولایتونو کې پلې کېږي چې ۱۰۷ زره کسان به ورنه ګټه واخلي.
د نوموړي په وینا، دا پروژې په کابل، بلخ، بادغېس، غزني، غور، هلمند، هرات، خوست، کونړ، کندوز، لغمان، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، سمنګان او میدان وردګ ولایتونو کې د زیاتې وچکالۍ او اوبو کموالي له امله پلې کېږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وايي، د دغو پروژو بودیجه له ملي بودیجې او مالیې وزارت له لوري ورکول کېږي.





