
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار هټیوال وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله ترې اوس د جوازونو په نوم څو ځله زیاتې پیسې اخیستل کېږي.
دوی زیاتوي، ښاروالۍ د جوازونو بیه د تېرو کلونو په پرتله لس چنده لوړه کړېده.
تېر کال په یو جواز دوه سوه افغانۍ اخیستل کېدلې؛ خو سږ کال ترې د یو جواز پر سر ۲۵۰۰ زره افغانۍ اخلي.
یو هټیوال شریف نظري وایي، چې له یو لوري په هلمند کې جګړه، ناامني او د لویو لارو بندښت خلک له ستونزو سره مخ کړي او له بلې خوا د تېرو کلونو په پرتله په کارونو کې کمښت راغلی؛ خو ښاروالۍ د دې پر ځای چې د بازار او هټیوالو ستونزو ته لاس رسی پیدا کړي، ستونزې جوړوي.
په ورته وخت کې بل هټیوال نسیمالله هلمندی بیا د جواز د لوړې بیې ترڅنګ د لویو لارو له بندېدو هم شکایت کوي.
ده زیاتوي، چې ښاروالي له دوی څخه د جواز پر سر ۲۵۰۰ افغانۍ اخلي، پهداسې حال کې د دوه نیمو میاشتو راهیسې د لویو لارو له بندېدو سره د دوی په کاروبار کې پوره کموالی راغلی. د ده په خبره، د دې ستونزې ترڅنګ له ۱۶ ولسوالیو څخه یوازې دوې ولسوالۍ نبستاً ښار ته خلاصې لارې لري او هغوی هم په لویو مېلو کې سوداوې کوي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وایي، د ښاریانو په ملتیا به د جوازونو بیو راټیټولو په هکله له ښاروالۍ سره خبرې وکړي.
همدرد د ښاروالۍ له مسوولانو غواړي، چې په لایحو او حکمونو کې باید د امن او ناامنو ولایتونو توپیر وکړي او په لوی لاس دې د هټیوالو د ځورولو هڅه نهکوي.
د لښکرګاه مرستیال ښاروال انجینیر محمد نسیم مسرور سلام وطنداره سره خبرو کې ومنله، چې تېرو کلونو کې د جوازونو بیه ډېره ټیټه وه؛ خو سږ کال د وزیرانو شورا تصویب شوې لایحې د تطبیق لومړی ګام اخیستل شویدی.
د ده پر وینا، پخوا چې به د ۳ یا ۴ سوو افغانیو په بدل کې جواز ورکول کېد؛ رسمي نه وو؛ خو اوس چې بیې لوړې شوي؛ دا پروسه رسمي شوېده او ټوله پروسه یې قانوني تضمین لري.
مسرور زیاته کړه، د ولایتونو په نظر کې نیولو سره جوازونه په «اعلی، اوسط او ادنی» درېیوو کټهګوریو وېشل شوېدي، چې په هلمند کې «ادنی» سطحه په نظر کې نیول شوې او د هر جواز بیه له ۱۵۰۰ زر افغانیو نه نیولې تر ۵۰۰ پورې کېږي.
د لښکرګاه ښاریان داسې مهال د جوازونو له لوړې بیې سر ټکوي، چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د دې ولایت ډېرې سیمې وسلهوالو طالبانو لاندې کړي او د ښار له څلورو حوزو یې یوه هغه له وسلهوالو طالبانو سره او پاتې درې یې د افغان دولت تر ولکې لاندې دي.





