.jpg)
پر روڼتیا د څار بنسټ او د چاپېریال او طبعي زېرمو څارنې شبکه وايي، د کانونو نوی قانون په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر سلاکار اجمل احمدي جوړ کړی چې د کانونو په برخه کې هېڅ تجربه او مالومات نهلري.
د دوی په وینا، د کانونو نوی قانون غیرمعیاري او کمزوری دی.
پر روڼتیا د څار بنسټ اجرایوي رییس سیداکرام افضلي وايي، د ولسمشر سلاکار یاد قانون د معیارونو له مخې نه، بلکې د سلیقې له مخې جوړ کړی چې د اوسنیو اړتیاوو او ستونزو ځواب ویونکی نهدی.
افضلي زیاتوي، حکومت د کانونو یوه مهمه او ملي پروسه یوه داسې کس ته سپارلې چې په هېواد کې یې کار نهدی کړی او د کانونو په اړه هېڅ مالومات نهلري.
سیداکرام افضلي پر چارواکو غږ کوي چې د یاد قانون په توشیح کې بیړه ونهکړي او د مدني ټولنې لیدلوری او مشورې پهکې ځای کړي.
په همدې حال کې د چاپېریال او طبعي زېرمو رییس ابراهیم جعفري نیوکه کوي چې د کانونو په نوي قانون کې ټول واک اقتصادي عالي شورا ته ورکړل شوی او د کانونو او پټرولیم وزارت رول پهکې کمرنګی دی.
د جعفري په وینا، د کانونو او پټرولیم وزارت له تېرو څو کلونو راهیسې کمزوری شوی او د سرپرست وزیر له لوري اداره کېږي.
جعفري زیاتوي، سره له دې چې په نړۍ کې قوانین د بنسټونو او ادارو د لیدلوري له مخې جوړېږي، خو په افغانستان کې دا کار نهکېږي.

خو په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر سترسلاکار د عامه اړیکو مسوول سمير رسا وايي، د کانونو نوی قانون چې له نورو اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ جوړ شوی و، نن د کابینې په غونډه کې تصویب شو.
د رسا په وینا، په یاد قانون کې د مدني ټولنې لیدلوري ته هم ځای ورکړل شوی، خو هغه لیدلوري چې د اساسي قانون او نورو نافذو قوانینو خلاف دي، منل شوي نهدي.
دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټرولیم وزارت اوس هم د سرپرست وزیر له لوري اداره کېږي.





