
ولسمشر اشرف غني د سوداګریزو اتشو او د تدارکاتو د نویو کارکوونکیو د معرفي کولو او د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د نوې ودانۍ پرانیستې مراسمو کې وویل چې زیاتره ځوانان د ګومارنې بهیر ناڅرګندتیا لهپاره په ناهیلۍ کې وو او د ګومارنې بهیر د ملي شتنمنۍ په توګه د ځوانانو ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیولې وه.
د ولسمشر غني په وینا، بروکراسۍ او د روښانه لیدلوري نهشتوالي د عملي کارونو مخه ډب کړې ده.
غني زیاته کړه په هره اداره کې چې د ګومارنې بهیر پېچلی وي او یا د اړیکو پربنسټ وي؛ هغه اداره په کلونو کې نه اصلاح کېږي.

اشرف غني وايي، دې ته اړتیا ده چې فرصتونه په روښانه توګه ځانګړي شي.
په دې غونډه کې د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې رییس نادر نادري وویل، ادارې په هېواد کې باید د ټیکاوو عامل وي او دغه کمېسیون د سوداګریزو اتشو د ګومارنې بهیر رون، ناپېیلی او د وړتیا پر بنسټ ترسره کړی دی.
په خبره یې د ګومارنې په بهیر کې رڼښت او وړتیا لامل شوې چې د لومړي ځل لهپاره مېرمنې هم د سوداګریزو اتشو په ازموینه کې بریالۍ شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا په دې مراسمو کې وویل، دا ځل سوداګریزې اتشې د تخصص او تحصیلي ریشتو پربنسټ ګومارل شوي دي. په خبره یې له ۹۰۰ کاندیدانو یوازې ۱۲۴ تنه یې د زیاتو تجربو، لوړو نومرو او د اقتصاد په برخه کې د سند پر اساس ګومارل شوي دي.





