
یوشمېر پانګهوال وايي، حکومت له پانګهوالو سره ژمنه کړې وه چې په صنعتي ښارګوټو کې به ځمکه ورکوي، خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو سره لا هم دا ژمنه نه ده عملي شوې.
پانګهوال وايي، ناامني او د دولت نه پام لامل شوي چې یوشمېر پانګهوال په بهرنیو هېوادونو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ظریفګل ځدران وايي، یوشمېر پانګهوال په خپلو پیسو او شخصي امکاناتو پانګونه کوي، خو حکومت د امکاناتو برابرولو په برخه کې پام نه کوي.

نوموړی له هېواده د پانګونې د ورکېدو اصلي لامل پانګهوالو ته د دولت له نه پاملرنې سره تړلی بولي.
د ولسي جرګې غړی عبدالرووف شپون له حکومته غواړي چې د امنیت په ټینګښت او پانګهوالو ته د اسانتیاوو برابرولو برخه کې جدي پام وکړي.
هغه وايي، که حکومت د پانګهوالو غوښتنو ته پام ونه کړي، دوی به پر اعتراضونو لاس پورې کړي.
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند سمیر رسا له سلاموطندار سره په خبرو کې پانګهوالو ته د ځمکو وېش د سوداګرۍ وزارت نه، بلکې د سوداګرۍ او صنایعو خونې کار دی.
په دې وروستیو کلونو کې ناامني او پانګونې ته د حکومت نه پام لامل شوی چې پانګهوال په هېواد کې له پانګونې لاس واخلي او د خپلې سوداګرۍ د ودې لپاره بهرنیو هېوادونو ته مخه کړي.
اړوند مطالب:
ایران د خپلو بازارونو له لارې افغانستان ته سوداګریز توکي قاچاقوي





