د ولسي تړون پروګرام د حکومتي مشرانو په ګډون پرانیستل شو

د ولسي تړون پروګرام نن (یک شنبه)  ورځ د ملي یووالي حکومت د مشرانو، د کابینې غړو، د یو شمېر بهرنیو هېوادو د استازو او پراختیايي شوراګانو د غړو په ګډون پرانستل شو، چې عملي چارې سر له ننه په ټول هېواد کې پيل شوې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل،  دا پروګرام په ټول هېواد کې په انډول ییز ډول پلی کېږي او حکومت ژمن دی، چې د هېواد ناامنو سیمو ته هم خپل خدمتونه ورسوي.

ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه، د ولسي تړون پروګرام به په هېواد کې د حکومتولۍ فرهنګ بدل کړي.

د غني پروینا، افغانستان نن ورځ مسلکي کدرونه لري او دا کدرونه کولی، شي هغه طرحې چې مخکې په ۱۸ میاشتو کې نه عملي کیدلې اوس په شپږو میاشتو کې عملي کېږي.

دغه راز، په غونډه کې د حکومت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله وویل، چې د ملي یووالي حکومت د ولسي تړون د پروګرام په پرانیستلو سره خپله یوه مهمه ژمنه عملي کړې ده.

د عبدالله پر وینا، د ولسي تړون پروګرام پلي کول په هېواد کې د بېوزلۍ کچې د راټیټولو، کارموندنې او زیربناوو د ودې سبب ګرځي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وایي، چې د دغه پروګرام مالي لګښت یو میلیارډ امریکایي ډالره کېږي، چې د ملي یووالي حکومت او نړیوالو بنسټونو له خوا ورکول کېږي.

حکیمي وایي، د ولسي تړون پروګرام د هیوادوالو د ځان بسیاینې له پاره طرحه شوی او اوسمهال مالیې وزارت د دې پروګرام د لومړیو څلورو کلونو بودیجه لري.

د مالیې وزیر وویل، چې دغه پروګرام  افغان حکومت د نړیوالو بنسټونو په مرسته په شپږو میاشتو کې طرحه او تدوین کړی، چې په درېیو پړاونو کې به د لسو کلونو په موده کې پلی شي.

د ولسي تړون پروګرام د روغتیا او درملنې، زده کړو، کرنې، اوبو لګونې او رغونې  په برخو کې جوړ شوی، چې د ملي پیوستون د پروګرام پر ځای پيل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام