
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت نن ورځ په ۱۲ ولایتونو کې له پراختیايي شوراګانو سره د ۲۲ پرمختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د دې وزارت ویاند فریدون اژند وايي، د دغو پروژو ټولیز لګښت څه باندې ۲۲۵ میلیونه افغانۍ دی.
د هغه په وینا، دغه پروژې د ښوونځي، جماعت، استنادي او محافظتي دېوالونو، فرعي سړکونو، د اوبو بند، پُل او د سړکونو پخولو په برخو کې پلي کېږي.
ښاغلی اژند زیاتوي، دغه پراختیايي پروژې په دایکندي، فاریاب، غور، جوزجان، کابل، کندوز، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پنجشیر او پروان ولایتونو کې پلي کېږي.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چاروکیو په وینا، د دغو پروژو د کار په پيلېدو سره به د یادو ولایتونو اوسېدونکیو لهپاره نږدې ۸۲زره کاري ورځې رامنځته شي او شاوخوا ۷۶زره کسان به له دغو پرژو برخمن شي.





