د څه باندې ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۴ پروژو د قراردادونو لاسلیک کېدل

د ټولګټو وزیر یما یاري په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له خصوصي شرکتونو سره د هېواد په څلورو ولایتونو کې د څلورو پراختیايي پروژو تړون لاسلیک کړ.

دغه پروژې په غور، بدخشان او غزني ولایتونو کې د ۴۲ میلیونو افغانیو په ارزښت په سړکونو چغل اچول او د ۴،۷ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د کابل – ننګرهار لویه لار کې د ۵۳ کیلومتره په اوږدوالي سره د سړک بیارغول دي.

ښاغلی یاري وايي، دغه پروژې د نړۍوال بانک او اسیا پراختیايي بانک له لوري تمویلیږي.

د ټولګټو وزیر یما یاري وویل، دغه وزارت د کابل – کندهار او کابل – لوګر لویې لارې سروې پایته رسولې او د تدارکاتو له طی‌مراحل وروسته به، د دغو لویو لارو بیارغونې چارې هم پیل شي.

د ټولګټو وزیر زیاتوي، هغوی د هېوادوالو ستونزو هواري په موخه د سالنګ لویې لارې بېړنۍ رغونې له‌پاره د دولت له احتیاطي بودیجې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ تر لاسه کړي او د دغې لویې لارې بیارغنیزې چارې به د روان لمریز کال تر پایه پایته ورسیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام