د پکتیکا ولایت بڼوال او سوداګر وايي، دې ولایت کې د تېرو څو کلونو په پرتله د مڼو حاصلات څو برابره ډېر او عاید یې لوړ شوي دي.

د دوی په وینا، دې ولایت کې د مڼو باغونه ښه حاصلات کوي او که پام ورته وشي، ګڼ شمېر نور خلک به هم بڼوالۍ ته مخه کړي.

د پکتیکا دوه بڼوال عبدالرحیم او دولت‌خان چې سږ کال د مڼو له حاصله خوښ دي، سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د مڼو حاصلات څو برابره شوي چې دوام به یې نه یوازې د دوی اقتصاد پیاوړي کړي، بلکې په بهرنیو هېوادونو کې به د پکتیکا د مېوو نوم بیا راژوندی کړي.

په همدې حال کې د مڼو سوداګر حبیب‌الله وايي، د پکتیکا مڼې د هېواد ترڅنګ، په نړېوالو بازارونو کې هم ښه نوم لري او په ښه بیه پلورل کېږي.

نوموړی وايي، پکتیکا کې مڼې اخلي او بیا یې کابل او نورو ولایتونو نه لېږدوي چې د دې سوداګرۍ له کبله نه یوازې دوی، بلکې یوشمېر نورو هېوادوالو ته یې هم بوختیا پیدا کړې او یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کوي.

د پکتیکا د سوداګرۍ خونې رییس طلاخان ذهین هم وايي چې د تېر په پرتله دې ولایت کې د مڼو حاصلات او صادرات ډېر شوي دي.

ذهین زیاتوي، اوس‌مهال د پکتیکا مڼې پاکستان او سعودي عربستان ته صادرېږي او په راتلونکي کې به یې یوشمېر نورو هېوادونو ته هم صادرې کړې.
د پکتیکا بڼوال او سوداګر داسې مهال  په دې ولایت کې د مڼو د حاصلاتو زیاتوالي خبره کوي چې د دې ولایت ډېرشمېر اوسېدونکي په کرکېله او بڼوالۍ بوخت او له همدې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام