
د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي، د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د سمنټو د پخواني فابریکې د بیا فعالېدو خبر ورکړ.
د جبل السراج د سمنټو فابریکه په هیواد کې د سمنټو تولید لومړنۍ فابریکه ده، چې نږدې ۶۰ کاله مخکې د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د وخت چکسلواکیا هیواد په مرسته جوړه شوې، خو د تیرو څو لسیزو جګړو له امله ۲۰ کاله له فعالیته پاتې شوې وه.
دا فابریکه د بیا رغونې وروسته نن سه شنبه (اپرېل ۵مه) ګتې اخېستنې ته وسپارل شوه.

د کانونو او پترولیم وزارت مرستیال عبدالقدوس حمیدي، د دې فابریکې پرانیستلو مراسمو کې د دې سربیره د سمنټو یوې بلې فابریکې جوړولو خبر په ورکولو سره زیاته کړه، چې د ډیرو سمنټو د تولید وړتیا به ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال دغه فابریکه د تدارکاتو په پړاو کې ده او ټول مواد يې د وزارت له خوا سروې شوې ده.
په همدې حال کې د پروان والي محمد عاصم عاصم د جبل السراج د سمنټو فابریکه د ملي یووالي حکومت په اقتصادي سیاست کې د افغانستان د خلکو ملي پانګه او د دې فابریکې پرانیستل د هیواد زیربناوو جوړولو پیل بولي.
د جبل السراج د سمنټو فابریکه ۱۵۰ کارکونکي لري، په یوه شپه او ورځ کې د سلو ټنو سمنټو تولیدولو ظرفیت لري.
د سیمه ییزو مسوولینو په باور کورني سمنټ سره له دې، چې بیه یې ټیټه ده د وارداتي سمنټو په پرتله له لوړ کیفیته برخمن دي.





