
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي ملت ته د حکومت د ځوابوینې په پروګرام کې وویل چې د روان کال د مارچ له ۲۸مې راپهدېخوا په ټول هېواد کې ۲۴ زرو ۹۷۹ غیرقانوني سیمکارتونه را ټول شويدي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي له مخابراتي شبکو غواړي چې په غیرقانوني توګه د سیمکارتونو د خرڅولو مخه ونیسي.
ښاغلی اریوبي همدارنګه زیاتوي چې د لومړي ځل لهپاره د سایبري جرمونو لابراتوار پروژه د لویې څارنوالۍ په مرسته په افغانستان کې پلي شوې او موخه يې سایبري بېلابېلو دوسیو ته رسېدنه په ګوته شوېده.
د ده په وینا، الکترونیکي حکومتوالي د دې لامل شوېده چې سایبري جرمونه په هېواد کې زیات شي.

بل لورته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وايي، تر اوسه د ۱۰سلنې مخابراتي خدمتونو مالیات اخېستلو له درکه د هېواد ملي عوایدو ته ۱۵ میلیارده افغانۍ وراضافه شوېدي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر همدارنګه وویل، کهچېرې مخابراتي شبکې او انټرنیټي شرکتونه د خپلو پېرېدونکیو انټرنیټي کڅوړو کې تخفیف راوستلو ته لېوالتیا لري؛ دغه وزارت چمتو دی چې د افغان ټلېکام شرکت له لارې دوی ته ۴۰ سلنه تخفیف ورکړي.
ورته مطالب:





