افغانستان نړۍ‌وال قوانین تر پښو لاندې کوي

سلام‌وطندار ته رسېدلي مدارک ښيي چې د تعرفې کمېټې« CUTO-4638» شمېرې پیشنهادي مکتوب کې ـ چې د ۱۳۹۷ کال د سنبلې د ۲۰مې نېټې له غونډې وروسته مالیې وزارت ته استول شوی ـ راغلي، له کورنیو صنایعو څخه د ملاتړ او هڅولو له‌پاره پرېکړه شوې چې د انګلارند او د اوسپنې‌ګادر، غلیو او یو شمېر نورو وارداتي توکیو کې بدلون راوستل شي.

په‌دې مکتوب کې راغلي:«د ګمرکونو قانون ۲۶مې مادې پر اساس د کمېټې غړیو له هر اړخیزو خبرو او بحثونو وروسته داسې پرېکړې‌ شوې‌دي:

 ۱: د سیخ‌‌ګول په څېر د انګلارنډ او سپنې‌ګاډر تعرفه دې له ۵ سلنې څخه ۱۶ سلنې ته لوړه شي.

 ۲: د (دویم لاس) ګټې اخېستل شویو غالیو کود دې بند شي او د تعرفې سلنه دې له ۳۰ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته کمه شي.

 ۳: نور کوډونه دې د هر فصل لوړو کوډونو سلنې سره یو شان شي.»

د دې مکتوب پر اساس، د ځمکنیو نقلیه‌وسایطو تعرفه دې ـ چې نور کوډونه په‌کې شاملیږي ـ له ۳۰ سلنې څخه ۷۰ سلنې ته لوړه شي.

په‌داسې حال کې چې د ګړندیو موټرو او څو نورو مواردو کې د تعرفې لوړول د سوداګرۍ نړۍوال سازمان یا «WTO» ته د حکومت د ژمنو خلاف ده.

د سوداګرۍ نړۍوال سازمان ته د افغان‌حکومت د ژمنو پر بنسټ، د ګړندیو موټرو تعرفه باید له ۵۰ سلنې څخه زیاته ونه ټاکل شي چې تر ۷۰ سلنې پورې د تعرفې لوړول، دغو ژمنو ته نه پام کول دي او افغانستان کې په سوداګرۍ منفي اغېز کوي. د دې ترڅنګ د افغانستان حکومت د سوداګرۍ نړۍوال سازمان ته متخلفه معرفي کوي.

د دې پیشنهادي مکتوب په پای کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین، د کانونو او پټرولیم وزارت معین، د کرنې او اوبو لګونې وزارت معین، د اقتصاد وزارت معین، د کانونو او صنایعو خونې مشر، د سوداګرۍ خونې مرستیال او د ګمرکونو معین لاسلیکونه کړي او د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي هم د اصولي اجراتو حکم صادر کړی‌دی.

د تعرفې کمېټې له لوري د دغسې یوې پرېکړې نیول ښيي چې د دې کمېټې غړیو د سوداګرۍ نړۍوال سازمان ته د حکومت ژمنې له پامه غورځولي.

د ګمرکونو قاونون ۲۶مه ماده هم داسې وايي: « د سریع‌الفساد توکیو ګمرکي نرخ د اظهار کوونکي غوښتنې پر اساس، پر نورو توکیو د تطبیق وړ ارزونې معیارونو ته له پام پرته د محل ګمرک مشر له لوري د ګمرکي تقنیني اسنادو په مطابق ټاکل کېږي.»

خو د ګمرکونو عمومي مشر احمد رشاد پوپل سلام‌وطندار ته وايي، د تېر کال د سنبلې ۲۰مې غونډې نه مخکې له نورو کوډونو څخه ناوړه ګټه اخېستل کېدله چې هغوی د ګټه‌اخېستونکیو لاس لنډولو په موخه، پر نورو کوډونو د فصل تر ټولو لوړه تعرفه ټاکلې ده.

ښاغلی پوپل وايي، د دوی له‌پاره د هېواد ګټې لومړيتوب لري، نه ژمنې.

د ده په وینا، د تعرفې کمېټې اقدام یوازې نورو برخو کې و او دا باید داسې ونه ګڼل شي چې دا له سازمانونو سره زموږ د ژمنو خلاف دی. ده په ټینګار سره وویل چې خپلې موخې ته ګوري او کله یې هم د یو څيز په اړه پرېکړه نه ده کړې، بلکې د نورو په اړه ده.

افغانستان ۲۰۱۶ میلادي کال کې د سوداګرۍ نړۍوال سازمان یا «WTO» د ۱۶۴ غړیو ډلې سره یو ځای شو.

د شنونکيو په اند، د سوداګرۍ نړۍوال سازمان سره د افغانستان ژمنو ته نه پام کول، دغه سازمان سره د هېواد اړیکې او سوداګرۍ له ننګونو سره مخوي.

ورته مطالب:

پکتیکا؛ پر یو وکیل د ځمکو د غصب او له بایومتریک الې نه د ناسمې استفادې تور

امکا: «حکومت عاصب دی.»

په سرپل کې یو نوماند د خپل پلار په زور په مخکښانو کې راغلی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام