د سیستم کمپیوټري کېدو له امله د ننګرهار ګمرک ۲،۵ میلیارده افغانۍعواید راټول کړي

د ننګرهار د ګمرک ریاست مسوولین وايي، د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې یې ۲،۵میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي، چې د همدغه مالي کال د لومړۍ ربعې په پرتله په کې ۴،۱۴ میلیونه افغانۍ لوړوالی راغلی.

د ننګرهار د ګمرک رییس الهام الدین مظهر وویل، په تېر ۱۳۹۵ مالي کال کې د ټولو عوایدو اندازه ۱۲،۳ میلیارده افغانۍ وه، چې پروینا یې د روان مالي کال د لومړۍ ربعې عوایدو ته په کتو اوسنۍ راټولې شوې پیسې زیاتې دي. 

مظهر وايي، که د روان مالي کال په کب میاشت کې د تورخم دروازه تړل شوې نه وی؛ د دوی د اټکل له مخې به یې په دې میاشت کې هم تر یو میلیون افغانیو زیات محصول را ټول کړی و. 

د ګمرګ رییس وویل، د تشکیل پراختیا، د سیستم کمپیوټري کېدل، سوداګرو ته د حصولي فورمونو ژر چمتو کول او د ځینو نورو اسانتیایي تدبیرونو له امله د ګمرک عواید زیات شوي دي.  

مظهر سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، په ګمرک کې فساد شته؛ خو زیاته یې کړه، چې تر یوه بریده یې مخنیوی شوی دی.

د ګمرک رییس په بشپړه توګه د فساد له منځه وړل مبالغه ګڼي؛ خو پروینا يې د فساد په مخنیوي کې بې‌درېغه هڅه کوي.

بل پلو د پوهنتون استاد او اقتصاد پوه پوهاند بشیردودیال سلام وطندار ته وویل، د ګمرکي سیستم کمپیوټري کېدل د فساد د مخنیوي له پاره ښه او اسانه لاره ده؛ خو دا هله شونې ده، چې کمپیوټر ته له رسېدو وړاندې په اسنادو او شمېرو کې لاسوهنه ونه شي.

پوهاند دودیال وايي، د وارداتو زیاتوالی د اندېښنې وړ ده؛ خو پروینا یې حکومت ته په کار ده، چې کورني تولیدات لوړ، د کارخانو او پانګوالو ستونزو ته زیات پام واړوي ترڅو له دې لارې عواید لوړ شي.

پوهاند بشیردودیال وايي، په حکومت کې د قوي ارادې او غوڅ دریځ نه‌شتوالي له امله په لویو لارو کې ځینې دولتي مامورین او امنیتي ځواکونه له سوداګرو غیرقانوني پیسې اخلي دغه راز ګمرکونو کې د فساد کچه لوړه ده؛ چې دا په خپله پر عوایدو او سوداګرۍ منفي اغیز پرېباسي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام