افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس، وچکالۍ ځپلو سره د مرستې قرارداد لاسلیک کولو پر مهال وویل، وچکالۍ افغانستان کې په زیاتره کروندو او د کښت پر ځمکو سیوری غوړولی دی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس راجندرا اَریال وايي، غور او بادغیس ولایتونو کې ۵ زره او ۸ سوه وچکالۍ ځپلو کروندګرو سره، د کوریا هېواد له لوري د یو میلیون ډالرو مرسته کېږي.
پهدغو مرستو کې تخم، اصلاح شوي تخمونه او د کښت نور وسايل اړو بزګرانو ته وېشل کېږي. کوريا په تېرو ۳۰ کلونو کې له جګړې او فقره وتلی او پرمختګ يي کړی.
افغانستان کې د کوریا سفارت کونسل پارک جي چون وايي، کوریا غواړي جګړې او بېوزلۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې افغانستان سره شریکې کړي.
دی هیلهمن دی چې دا مرستې د سولهیيز ژوند او پرمختللي افغانستان رامنځته کولو کې افغان حکومت سره مرسته وکړي.

هاخوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمدتمیم عظیمي وايي، دغه بنسټ روان ژمي کې له طبیعي پېښو څخه زیانمنو کسانو ته د رسېدو لهپاره، ۶۹ میلیونه او ۸۵۹ زره افغانۍ ځانګړې کړېدي.
د ده په خبره، دا مرستې به د ژمي په ۳ میاشتو کې زیانمنو شویو وګړیو سره وشي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت شمېرو پر بنسټ، د سږ کال له حمل میاشتې تراوسه څه باندې ۶ سوه زره هېوادوال له طبیعي او غیرطبیعي پېښو په ځانګړي توګه له وچکالۍ زیانمن شويدي.





