افغانستان په نږدې ۵ کلونو کې ۱۷ کانټېنره مال صادر کړی

کابل کې د ټرانسپورټ وزارت، سوداګرۍ خونې، «یو اېس اي ډي» او اتار ادارې په مرسته نن چهارشنبې د (می پر ۱۰مه) د «تیر یا جادې نړیوال سازمان» په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې پوهاوی ورکړل شو.

د غونډې ګډونوالو وویل، د تیر سازمان په هکله پوهاوي ورکولو څخه موخه دا ده، چې له کومو لارو چارو کار واخلي، چې افغانستان له جنوبي اسیا او مرکزي اسیا سره ونښلوي.

غونډې ته د سوداګرۍ خونې د مدریت پلاوي مرستیال محمد یونس مومند وویل، چې د تیر سازمان له لارې د ټرانزیټ د لګښت کچه راټیټېږي او له‌دې لارې د توکیو صادرات او واردات په اسانۍ سره کېدای شي.

ده زیاته کړه، چې له‌دې سازمان سره د افغانستان په صادراتو کې کموالی؛ خو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی دی.

مومند دا هم وویل، چې له ۲۰۱۳ کاله راوروسته چې افغانستان د تير سازمان غړی شوی؛ ۱۷ کانټېنره مال صادر شوی؛ خو له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۷ کاله پورې له نورو هېوادونو نه ۱۲۸۶ لارۍ مال وارد شوی‌دی، چې دا توپیر د اندېښنې وړ دی.

ښاغلی مومند وړاندې وايي، چې د اړوندو ادارو نه همکاري، د لارو ستونزې، موټرچلوونکیو ته د وېزو نه ورکول، د دې سازمان په اړه د موټرچلوونکیو نه پوهاوی او ځېنې نورې ستونزې د دې باعث شوې‌دي، چې د تیر سازمان له ننګونو سره مخ کړي.

د تیر سازمان د پوهاوي ملي غونډې ته د ماليې وزارت معین شفیق الله قاری‌زاده وویل، چې د صادراتو او وارداتو له‌‌پاره د تیر له سازمانه ګټه اخیستل د خلکو په ژوند مثبته اغېزه کوي او له‌دې سازمانه ګټنه به د افغانستان د سوداګرۍ ډېرې ستونزې راکمې کړي.

ښاغلي قار‌ي‌زاده وویل، چې ماليې وزارت د تیر سازمان د پلي کولو په موخه یو لړ پرګرامونه په پام کې نیولي، چې په مرور د وخت سره به پلي شي.

دوی په پام کې لري، چې په ګمرکونو کې د تیر سیستم مدریت جوړ کړي او د تیر سازمان ته د سرحدي بندرونو لکه تورخم، حیرتان، اقینه، شېرخان بندر ترڅنګ کابل، هرات بلخ، اندخوي او کندوز محصولي بندرونه ور وپېژني.

په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او عوایدو متخصص مکس لي وویل، چې دوی به د تیر سازمان په ښه پلي کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ټرانسپورټي شرکتونو او د موټرچلوونکیو د ظرفیت لوړولو په موخه به عملي ګامونه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام