د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشرتابه پلاوي نن شنبه(می۲۸مه) په کابل کې د برېښنا بيې زیاتوالي په اړه یوې خبري غونډې ته وویل، چې په هر کیلو واټ بریښنا کې ۲۵ سلنه زیاتوالی به په هیواد کې د کارخانه لرونکو پر کاروبار ناوړه اغیز وکړي.
د صنعت کارانو ټولنې مشر سخي احمد پیمان د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت، د بریښنا شرکت او نورو اړوندو بنسټونو له چارواکو وغوښتل، چې پر دې پريکړه دې له سره غور وکړي.
پیمان په ټینګار سره وویل، که چیرې د بریښنا په هر کیلوواټ کې دغه زیاتوالی راشي، نو فابریکه لرونکي به له رکود سره مخ شي او نور به پانګوال په هېواد پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار غونډې ته وویل، چې دا مسله يې دولتي چارواکو سره شریکه کړې او د حل لار به یې پیدا شي.

خو د بریښنا شرکت رییس محمد نیسم ګنجي بیا وایي، چې د بریښنا د بیې دغه زیاتوالی جدي اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنا شرکت مجبور او مکلف دی چې خپله تعرفه په قسمي ډول پوره کړي، چې په وينا يې که د بریښنا شرکت له رکود سره مخ شي حالت به يي د کابل بانک له دیوالي کیدو نه هم خراب شي.
دا داسې مهال ده، چې تېره اوونۍ د اقتصاد وزیر د بریښنا شرکت له رییسانو سره په شپږمه غونډه کې ویلي، چې په هیواد کې د بریښنا کموالي له امله، کورنيو پانګوالو ۸۰ میلیارده ډالره په بهرنیو هیوادونو کې پانګونې کړې دي.





