
په کابل کې د تېرې ورځې خونړي موټر بم برید د سلګونو تنو وژل کېدو او ټپي کېدو سربېره په میلیونونه امریکايي ډالر زیان اړولی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، د صدارت په څلور لاره کې د پولیسو پر دویم چکپوست موټر بم برید د جمهوریت روغتون ترڅنګ، د څلور لارې هټۍ او د مرغانو کوڅې عتیقه پلورنځي تخریب کړي او سخت مالي زیانونه یې ورته اړولي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیادم الدین پسرلي سلاموطندار ته وویل، چې د شنبې ورځې موټر بم برید خصوصي برخې ته په میلیونونو ډالر زیان رسولی دی.
هغه وايي، په دغه برید کې له ۲۰۰ ډېرې هټۍ نابودې شوې دي.
د صدارت څلور لارې د قرطاسیو او کمپیوټرنو پلورونکیو هټیوالو سلاموطندار ته وویل، چې د تېرې ورځې په موټر بم برید کې د هټیو ښېښو او چتونو سربېره د فوټوکاپیو ماشینونو او پرنټرونو ته یې زښت ډېر زیان اوښتلی دی.

د روح الله په نوم یو هټیوال چې د فوټوکاپۍ ماشینونه پلوري او د عکاسۍ کاروبار کوي وايي، تر ۴۵۰ زرو افغانیو زیان من شوی دی.
دی وايي، ماشینونه یې زیانمن شوی او له عیاره وتلي دي.
د صدارت څلور لارې یوبل هټیوال نثار وايي، د برید لهامله یې له ۱۰ تر ۱۵ زرو افغانیو زیان کړی دی.
دغه راز مجتبی نومي هټیوال وویل، چې د پېښې لهامله ورته ۴۰ زره افغانۍ زیان اوښتی دی.
څو ګامه اخوا د عتیقه پلورنځیو کوڅه هم د برید له امله زیامنه شوې او د هټیوالو ټول توکي له خاورو سره خاورې شوي دي.

د مرغانو کوڅې د عتیقه پلورونکیو او هټیوالو د ټولنې رییس محمد یوسف واهب وايي، د شنبې ورځې موټر بم برید دوی ته شاوخوا ۲۵۰ زره امریکايي ډالر زیان ورسولی دی.
هغه وايي:«۶۰ هټۍ په پوره ډول ویجاړې شوي دي او ځینو نورو هټیو ښیښې ماتې شوي او زیان ورته اوښتی دی.»
د افغانستان د صنعت کارانو ملي ټولنې د حقونو مدافع مسوول عبدالسلام رحماني وايي، د دغو هټیوالو وړاندیزونه ولسمشر او اجرایوي رییس ته رسوي ترڅو حکومت د هټیوالو ته اوښتي زیانونو جبران کړي.
ځینې هټیوال وایي، حکومت تراوسه هېڅ ډول جبران د خسارې نه دی ورکړی.





