
د تېرې یک شنبې (جون ۱۲مه) ماښام راهیسې تورخم بندر کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ ۳ ځله جګړې شوي.
د دې وسله والو نښتو له امله د تورخم ترانزیتي لاره د سوداګرو او عامو خلکو پر مخ تړلې ده.
د دغې جګړې له امله د تورخم په ځینو بارګینونو کې د پاکستاني پوځیانو درنو وسلو ګولۍ لګېدلي، چې لسګونه موټر پکې سوځېدلي دي.
تورخم ښارګوټي کې د بارګین خاوند محمد صابر چې د سوځېدلو موټرو پاتې شونې یې ټولولې سلام وطندار ته وویل، چې د جګړو له امله ۳۰ موټر خراب شوي.

نوموړی وايي، په تورخم بندر کې کارونه په ټپه ولاړ دي او هره ورځ سوداګرو او هټیوالو ته میلیونونه ډالر زیان اوړي.
د دغه کاروباري پر وینا، د وسله والو نښتو له امله د دغه ځای هټیوال او سوداګر اړ شوي، چې خپل مالونه امن سیمو ته ولېږدوي.
بل پلو د افغانستان د سوداګرۍ خونې ویاند صیام الدین پسرلي هم سلام وطندار ته وویل، چې د دې ترانزیتي لارې بندښت هره ورځ سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو زیان ترڅنګ په هیوادو کې د توکو بیې پنځوس سلنه لوړې شوي.
پسرلي زیاته کړه، که دا لانجه اوږده شي نو دوی به د مالونو راوړلو له پاره له تورخم پرته بله لاره ولټوي.
پسرلي پر سوداګرو غږ وکړ، چې د تورخم بندر پر ځای د چابهار، حیرتان او شیرخان بندرونو له لارې خپل مالونه راوارد کړي.
دی له دواړو هېوادونو غواړي، چې د تورخم لانجه دې له دیپلوماتیکو لارو حل کړي؛ چې سوداګرو ته نور مالي زیانونه ونه رسیږي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي ادارې د تورخم پر بندېدو اندېښنه ښودلې او وايي هره ورځ سوداګرو ته ملیونونه ډالره زیان اوړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې په تورخم بندر کې د اوښتو زیانونو مالومولو په اړه یې پلاوی ټاکلی دی.
نوموړي زیاته کړې: " د ننګرهار والي د ترانسپورت، جلال اباد او تورخم ښاروالیو، اقتصاد او ګمرک ادارو په ګډون یو ګډ مسلکي پلاوي ته دنده ورکړه چې تورخم ښارګوټي ته لاړ شي او د جګړې له امله اوښتي زیانونه مالوم کړي".

دی وايي، چې په لوړه کچه له دیپلوماتیکو لارو د دې مسلې د حل هڅې ګړندۍ شوي دي.
که څه هم تېر مازد یګر تورخم کې د اوربند پرېکړه شوې؛ خو پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال نن سهار پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي و چې پاکستانیو د تمې خلاف تورخم کې خپل کار ته دوام ورکړی.
هغه خبرداری ورکړی، چې که د تاسیساتو له امله هر پېښه رامنځ ته کيږي، نو د عواقبو پړه به يې د پاکستان پر غاړه وي.





