د ټاپي پروژه به په افغانستان کې د زیربنايي پروژو پېل وي

د کانونو او پټرولیم وزیر نن پنجشنبه (فبروري ۲۵مه) په هرات کې یوې سترې غونډې ته وویل، چې ټاپي پروژه په افغانستان کې د زیر بنايي پروژو لکه د ریل پټلۍ، د نوري فایبر، له ترکمنستان څخه پاکستان ته د برق ليږد او نورو پېل بلل کيږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې ټاپي پروژه یو له لویو او تاریخي پروژو بلل کيږي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه هغو ته، چې د دغه پایپ لاین په اوږدو کې پراته دي خورا اقتصادي ګټې رسولی شي.

داود شاه صبا وايي، هغه خلک چې د ټاپي پروژې په اوږدو کې پراته دي د دغې پروژې په جوړولو کې به برخه ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې د پریکړې پر بنسټ د ټاپي پروژې له ګاز څخه به د برېښنا په تولید کې کار واخیستل شي او دغه برېښنا به د هرات، نیمروز او  کندهار ولایتونو د اوسېدونکو د برېښنا اړتیا هم پوره کړي.

" د ګازو پايپ لاین په حقیقت کې د افغانستان په اقتصادي برخه کې د پرمختګ له پاره یو خوځښت دی او د دغو حرکتونو پېل به د هرات ولایت د زیارکښو خلکو له خوا وشي ".

د کانونو او پټرولیم وزیر زیاتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د کارکوونکو د استخدام او د عامو خلکو موټرې به د دغې پروژې د کار له پاره په کار واچول شي.

نوموړي دا هم وویل، چې په پام کې لري د "ټاپي دفتر" په نوم یو دفتر په دې اړه پرانیزي او دغه دفتر به په خورا شفاف ډول خپل کارونه مخ ته بیايي.

په همدې حال کې د هرات ولایت ځينې اوسېدونکي وايي، چې دولت باید سره له اوسه هغه ځمکې استملاک کړي، چې دغه پایپ لاین پرې راځي.

د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزی او د هرات د زنده جات ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر ارباب نظام وايي، چې  د خلکو له غوښتنو یو هم دا دی، د پایپ لاین په اوږدو کې، چې د عامو خلکو کومې ځمکې پرتې دي باید د دولت له خوا استملاک شي.

دوی زیاتوي، چې د زنده جان د خلکو غوښتنه دا ده، چې څه په واک لري باید د دغه پايپ لاین په پروژه کې په کار واچول شي او نور دوی له دولت سره هر راز مرستې ته چمتو دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د مسوولينو په وینا، اوسمهال په ترکمنستان کې د ګازو د تصفيې پر فابریکو کار پېل شوی او له هغه وروسته به په ۲۰۱۷ م ز کال کې د پایپ لاین کېښودلو کار به پېل شي او په ۲۰۲۰م ز کال کې به په دغه پایپ لاین کې د ګازو د لېږد پروسه رسماً پېل شي.

د ټاپي پروژه د افغانستان یو له لویو ټرانزيټي پروژو بلل کيږي، چې په پام کې ده د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شي.

ددغې پروژې له لارې به ګاز د هرات، فراه، هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو له لارې د پاکستان کويټې ته ولېږدول شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام