
د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی وايي، د سوداګرۍ لپاره د سیمهييزو اړیکو ښهوال کولای شي افغانستان له ناورین نه وژغوري.
په افغانستان کې د یوانډيپي استازی عبدالله الدرباري دا څرګندونې د «افغانستان: د کورونا ویروس د اقتصاديـټولنیز اغېز ارزونه» په غونډه کې د مجازي خبري ناستې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي چې د سوداګريزو اړیکو ښهوالی به د افغانستان د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي او په وینا یې، دوی ژمن دي چې په دې برخه کې د سیمې هېوادونه وهڅوي.
د ارزونو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د نړیوالو او سیمهييزو اقتصادي اغېزو له کبله د کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه ۶.۲۵ ښودل شوې ده، په داسې حال کې چې د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې د دې کچې ۳ سلنه ډېروالي وړاندوینه کړې وه. پایلې ښيي چې د بېوزلۍ کچه هم شاوخوا ۱۳ سلنه ډېره شوې او له ۵۵ سلنې نه ۶۸ سلنې ته رسېدلې ده.
د هغې څېړنې له مخې چې یوانډيپي کړې، د هغه وضعیت د ښه کېدو لپاره چې وړاندوینه یې شوې، د کورونا ویروس د اغېزو او د هغو د بالقوه لوریو په اړه څو سناریوګانې په پام کې نیول شوې دي.
پر کورونا د اخته کېدو اوسنی بهیر «په منځنۍ کچه د ناروغۍ د لېږد کچې» باندې ارجاع کېږي چې د عامې روغتیا وزارت له لوري په اپرېل میاشت کې تعریف شوی دی. د دغه تعریف پر بنسټ، د کورونا پر وړاندې د مبارزې او ځوابویلو لپاره ۲۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. اوس چې دغه ویروس خپور شوی، کېدای شي یادې پیسې د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره بسنه ونه کړي.





