سویا شیدې دې د امنیتي ځواکونو په خوراکي مینو کې شاملې شي

په کابل کې د سویا شیدو د تولید کارخونې مسوولان وايي، دغه شیدې لوړ خوراکي ارزښت لري او حکومت دې د امنیتي ځواکونو په خوراکي مینو کې ورته ځای ورکړي.

د دغې کارخونې رییس عبدالله فیضي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، که حکومت د سویا شیدو ته چې کورني تولیدات دي، د امنیتي ځواکونو په خوراکي مینو کې ځای ورکړي، نه یوازې هېواد ته به د شیدو واردات کم شي، بلکې د کروندګرو اقتصاد به هم ورسره وغوړېږي.

د سویا شیدو د تولید کارخونې یو کال وړاندې فعالیت پیل کړی او د ورځې ۳ زره لېتره شیدې تولیدوي. د یادې کارخونې د مسوولانو په وینا، فابریکه یې په ورځ کې د ۲۵ زره لېتره شیدو د تولید ظرفیت لري او دوی اوس هڅه کوي چې د خلکو او حکومت پام ورته راواړوي.

په همدې حال کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د ولسمشر د حکم له مخې یاد وزارت هڅه کوي چې د امنیتي ځواکونو په خوراکي مینو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو، په ځانګړې توګه مېوو او د سویا شیدو ته هم ځای ورکړل شي.

د رستمي په وینا، یاد وزارت د سویا شیدو په اړه هم وړاندیز کړی او تمه لري چې د امنیتي ځواکونو په خوارکي مینو کې شامل شي.

د سویا شیدو د تولید کارخونې مسوولان وايي، اوس د ۱۰ ښځو په ګډون ۷۰ کارکوونکي او له ۴ سوه بزګرانو سره د سویا د تولید قراردادونه لري.

د دوی په وینا، که په هېواد کې د سویا شیدو کارول دود او د امنیتي ځواکونو په خوراکي مینو کې شامل شي، د کارخونې د کارګرانو شمېر به ۴ سوو او د سویا د تولید له ۳۵۰۰ بزګرانو سره قراردادونه لاسلیک کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام