په مخابراتو وزارت کې فساد، ۲،۵ زره میلیونه ډالره له خطر سره مخ کړي

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ چارواکي وايي، چې په افغانستان کې پر مخابراتي سکټور ۲،۵ ملیارډه یا دوه نیم زره میليونه ډالره پانګونه شوې او که په دغه وزارت کې د فساد د مخنيوي لارو چارو په هکله کوټلي ګامونه وا نه خیستل شي، نو دغه پانګونه به له منځه لاړه شي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ویاند نصرت رحیمي نن دوشنبه په کابل کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې، افغانستان د سپوږمکۍ څښتن کېدل ستره لاسته راوړنه وبلله او زياته يې کړه، چې په دغه برخه کې ميليونونه ډالره لګښت وشو، خو تر اوسه يې يوه برخه هم نه ده فعاله.

نوموړی وايي، مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت هرکال د "یوټل" نړيوال شرکت ته ۴ میلیونه ډالره ورکوي،  په داسې حال کې چې افغانستان هرکال باید د سپوږمکۍ له لارې ۱۵ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ د ویاند په وينا، چې ددغه وزارت نوي وزیر د خصوصي مخابراتي شبکوسره لاس یوکړی او د سلام دولتي مخابراتي شبکې د فعالیت مخه ډپ کوي.

هغه وویل، د سلام پرمخابراتي شبکه ۶۵ میلیونه ډالره پانګونه شوې او په پام کې ده، چې ۱۰۰ میلیونه ډالره نورې پيسې هم پرې ولګول شي، چې دغې شبکې د ښوو امکاناتو ترڅنګ یې بیاهم هېوادوالو ته ښه خدمات وړاندې نه کړل.

نصرت رحيمي وايي، دغو ستونزو له امله یې  ۲۰  ورځې مخکې وزیر ته خپله استعفا وړاندې کړې، چې هغوی لاهم پرې غور نه دی کړی.

" مخابرات، ټکنالوژۍ او انټرنیټ د خرابیدو حالت کې دي او زه نن مجبور شوم دلته د رسمي ویاند په توګه خپل غږ پورته کړم "

رحیمي زیاته کړه، چې د وزیر د بې غورۍ له کبله په دولتي مامورینو باندې د سلام شبکې د سیم کارتونو پرځای د خصوصي مخابراتي شبکو سیم کارتونه وویشل شول او په کابل ښارکې د سلام کريډيټ کارتونه ورک شول.

نوموړی وايي، پخوا په ټولو ولایتونوکې ۹۰ سلنه د مخابراتي او ۵۰ سلنه انټرنيټي پوښښ ساحې فعالیت کاوه، چې اوس د دغه پوښښ ساحه کمه شوې ده.

هڅه مو وکړه چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ویاند د څرګندونو په اړه د دغه وزارت وزیر څرګندونې هم له ځان سره ولرو خو بریالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام