د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولين وايي، چې په دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله تازه ميوو او سبزیجاتو ته سخت زیانونه رسولي دي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس انجینیر همایون عمر وايي، چې د تېرو دوو ورځو راهیسې د سړې هوا له کبله د دغه ولایت میوې او سبزي ۵۰ سلنه له منځه تللي.
عمر زياته کړه، چې د دغه ولایت مرکز محمداغه، څرخ او بره کي برک ولسواليو بڼونه او کروندې ترنورو سیمو ډېرې زیانمنې شوې دي.
نوموړی وایي، د کرنې اومالدارۍ ادارې ټيمونه ولسوالیو ته استول شوي او ډېر ژر به اغیزمنو کروندګرو سره مرستې وشي.
د لوګر ولایت یو شمېر بڼوالو او کروندګر سلام وطندار ته ویلي، چې د تېرو دوو ورځو راهیسې د سړې هوا له کبله ۹۰ سلنه کچالو، رومیان، پياز او انګور د سړې هوا له کبله له منځه تللي.
اغیزمنو بڼوالو او کروندګرو پر کرنې او مالدارۍ وزارت او مرستندویه ډلو غږ وکړ، چې ژر تر ژره ورسره مرسته وکړي.
د اختر محمد په نوم د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکی وايي، چې سړه هوا او وروستي بارانونو د دوی پیاز، لوبيا، جوار، کچالو، بامیه، روميان او بانجان يې سخت زيانمن کړي.
نوموړی له دولت څخه غوښتنه کوي، چې باید په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
لوګر پلازمینې کابل ته څېرمه پروت کرنیز ولایت دی، چې تر ډېره پورې اوسیدونکي یې پرکرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو بیا هم کله نا کله پر دولت نیوکه کوي، چې په لاس راغلیو حاصلاتو له پاره په کور دننه او دباندې مناسب بازار نه لري.





