.jpg)
د سږکال بزګر دودیزه مېله «زموږ هېواد زموږ بزګر» په شعار پرانیستل شوه.
مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني وویل په ۹۷ کال کې بزګرانو سره له نږدې کار کوي او د حاصلاتو ډېروالي په موخه د هېواد بزګرانو ته ترویجي او تخنیکي خدمتونه وړاندې کوي.
نصیراحمد درانی وایي:«د بزګرانو تولید کچې ډېرول، مارکېټ ته د بزګرانو لاسرسی، د زراعتي تولید ارزښتمنو زنځیرو زیاتول، د زېربناوو ملاتړ له لارې د ترکاریو او د مېوو تولیداتو ساتنه، کانالونو جوړولو ته پام، د تولیداتو معیاري کول، د نسل سمون له لارې عصري مالدارۍ ته پام او بزګرانو ته د اسانه پورونو ورکړه» د سږکال پلان مهمې برخې دي.
نوموړي وویل، د بزګرانو تولید کچې ډېرالي په موخه به د اوبولګولو د ۲۵۷ شبکو جوړولو په مرسته د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د بزګرانو ستونزه یوه څه حل کړي.
د کرنې وزیر زیاته کړه، د باغدارۍ تریجولو، چرګانو فارمونو، ماهي ساتنې فارمونو او د نورو خدمتونو او د نباتاتو ټاکنې له لارې د تولید کچه زیاتوي؛ دغهراز د بزګرانو اقتصادي ودې لهپاره په روان کال کې ۳۵ عرادې لایزري ماشینونه او له ۱۰۰ پایو زیات د نیالګیو کېنولو ماشینونه په امتحاني ډول ورکوي.
ښاغلي نصیر احمد دراني وویل، د پلان لهمخې په لسو ولایتونو کې د ۱۲ سړو خونو چې هره یوه یې به یې د ۵۰۰ ټنو توکیو ظرفیت لري جوړې او دغه ډول د ۸ نورو سړخونو چې هره یوه به یې د ۵۰۰۰ ټنو توکیو ځاييدو ظرفیت لري؛ خدمتونه پراخ کړي او له خصوصي سکټور ځنې د پانګونې په برخه کې ملاتړ کېږي.

درانی وايي، د عصري مالدارۍ او نسل سمون په برخه کې د بزګرانو یولکو ۲۲زره او ۸۸۰ لنګې غواوې د مصنوعي القاح له لارې به یې نسل اصلاح کړي.
د کرنې وزارت د پلان پربنسټ د بزګرانو ملاتړ او په پښو درولو په موخه د شېدو راټولولو مرکزونه زیاتوي او د کابل، لوګر، پروان او میدان وردګو ولایتونو د شېدو راټولولو په موخه کابل کې د ۳۰ زره لېترو په ظرفیت د شېدو پروسس فابریکه جوړوي.
نصیر احمد دراني، بزګرانو ته د زېربناوو جوړولو په برخه کې په« پروان کې د ۱۲ زرو ټنو انګورو او ۱۵ زرو ټنو ممیزو پروسیس فابریکه، پکتیا کې د جلغوزو پروسیس فابریکه، په هېواد کې د ۵ مسلخونو جوړل، پنځو ولایتونو کې د ۵ سیلوګانو او سټراټیژیکو زېرمو جوړول، د تخمونو سمون پهپاره د څېړنیزو فارمونو جوړول او د هېواد په بندرونو کې د ۱۱ قرنطین مرکزونو او کمپلکس لابراتوار جوړول» د سږکال پلان نورې مهمې برخې یادې کړې.
د بزګر سږکال دودیزه میله کې یوشمېر نورو ګډونوالو بزګرانو خبرې اترې وکړې او د کرنې له وزارته یې وغوښتل چې مارکېټ ته د لاسرسي، د تولیداتو ښهوالي، سړوخونو او کرنې میکانیزمه کولو په برخه کې عملا کار وکړي.





