
د ولسي جرګې دویم مرستیال د افغانستان ټولو وزیرانو ته خبرداری ورکړ، که له دې وروسته هر وزیر د پراختیايي پروژو د نه عملي کولو پرمخ د کافي بودیجې نه شتون خنډ وبولي، نو د ماليې وزیر غوندې به مجلس ته احضار شي.
ځکه د هغه په وینا اوس دغه ستونزه په بشپړه توګه حل شوې.
له بل لوري د ماليې وزیر اکلیل حکيمي وايي، چې دوی د پراختیايي پروژو په برخه کې د بودیجې د کمښت ستونزه حل کړې او وزیران نه شي کولای، چې د پراختیايي بودیجې د نه عملي کېدو له پاره د بودیجې کافي بودیجې نه شتون پلمه وګرځوي.
د ماليې وزیر نن شنبه ( اپریل ۲) ولسي جرګې ته غوښتل شوی و وویل، د ماليې وزارت ټولو وزارتونو ته د بودیجې د ورکړې صلاحیت لري او هیڅ وزارت به د پېسو نه شتون پلمه و نه شي کړای.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چې د قراردادونو کمېټه هم په دغه پلمه د قراردادونو د رد صلاحیت نه لري.
حکيمي د ولسي جرګې غړو ته زیاته کړه، چې د تدارکاتو په کمېسیون کې د ځينو تغیراتو څخه وروسته اوس ۴۰ سلنه قراردادونه معیاري شوي دي.

له بل لوري د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري، چې د ولسي جرګې مشري يې پرغاړه درلوده وویل، په هېواد کې زیاتې پروژې د بودیجې نه شتون په بهانه نه عملي کيږي، خو له دې وروسته به هیڅ پلمه په دغه برخه کې د قبول وړ نه وي.
غفاري ټولو وزیرانو ته خبرداری ورکړ، چې له دې وروسته که هر وزیر د بودیجې کمښت پلمه کړي، نو مجلس ته به احضار شي.
له دې مخکې د افغانستان په ملي تدارکاتو کمېسيون کې د فساد شتون او د پراختیايي پروژو نه عملي کېدو له امله اندېښنې موجودې وې، خو داسې ليدل کيږي، چې اوسمهال دغو ستونزو ته د پای ټکی ايښودل شوی دی.





