
ټاکل شوې د ښځو دغه ځانګړی بازار د تخار مرکز تالقانو ښار کې جوړ شي.
د تخار د ښځو چارو رییسه رزم اراحواش سلام وطندار ته وویل، د دې بازار جوړېدو لګښت د ښځو چارو وزارت له بودېجې ورکول کېږي.
د مېرمن حواش په وینا د بازار جوړېدو چارې به ډېر ژر د تالقانو ښار په ایخانم پارک کې پیل شي. د ښځو چارو رییسې د دې بازار جوړېدل د کلیوالو ښځو د لاسي کارونو د پېر لهپاره ښه ادرس وګڼلو او زیاته یې چې دا ځای به له کلیوالو ښځو سره مرسته وکړي چې خپلې کورنۍ ته څو روپۍ وګټلی شي.
یو شمېر تخارۍ مېرمنې د دې ډول بازار جوړېدو هرکلی کوي، وایي چې دا بازار باید پراختیا ومومي چې ښځو ته لا ډېر کار فرصتونه برابر شي.

دوی دا کار د منفي ذهنونو د ختمولو او د ښځو د ځانګړیو وسایلو لهپاره مثبت ګام ګڼي.
تخارۍ مېرمنې خوشاله دي چې وروسته لهدې به له خپلو مېړونو سره هممهاله د کورنۍ د مصاروفو د بوج په کمولو کې اوږه ورکوي.
په ایخانم پارک کې د ښځینهوو یوه نانوایي فعاله ده او ۲۰ مېرمنې پهکې کار کوي. پهدې نانوایي کې کېک، ډوډۍ او ځايي کلچې پخېږي.





