
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې یوازې په ۲۰۱۶ م میلادي کال کې هېواد ته د نړۍ بېلابېلو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو څخه راغلو کډوالو له امله د افغانستان اقتصادي بازار کې ۷ میلیارډه (۷ زره میلیونه) ډالره ګډ شوې دي.
د یاد وزارت وزیرسید حسین عالمي بلخي وايي، چې هرکال زیاتې پیسې د کډوالو له پتې افغانستان ته راځي.
د نړیوال بانک اټکل پراساس کډوال هر کال افغانستان کې د خپلو کورنیو ته له درې میلیارد ډالرو زیات پیسې لیږي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وايي، سره لهدې چې په غیر رسمي توګه د حوالې له لارې زیاتې پیسې هیواد ته راځي خو پر اقتصاد زیات اغیز لري.
د بلخي پر وینا، یوه مسئله چې په اوږدمهاله پراختیايي پروګرام کې مطرح ده د حوالو کموالی دی چې له ۵ سلنو باید ۳ سلنې ته راټیټ شي.
د کډوالو او راستنیدو چارو وزیر عالمي بلخي وايي، سره لهدې چې په تیرمیلادي کال کې ډیر کډوال هیواد ته راستانه شوي، خو اوس هم افغانستان په بهر کې له ۵ میلیونه زیات کډوال لري.





