افغانستان په ۲۰۱۹ کې نسبي اقتصادي پرمختګ کړی

نړیوال بانک نن د افغناستان اقتصادي وضعیت په اړه یو تازه راپور خپور کړ.

د دغه راپور موندنې ښيي چې په ۲۰۱۹ کال کې د کورنیو عوایدو کچه ۱۴.۵ سلنه زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رییس هنري کرالي وايي، که څه هم د ولسمشري ټاکنو کېدو، د سولې خبرو او ناامنیو له کبله سیاسي وضعیت ګونګ دی، خو بیا هم د افغانستان اقتصادي پرمختګ ښه شوی دی.

په نړیوال بانک کې اقتصادي کارپوه حبیب‌الرحمان صاحب‌زاده وايي، د ولسمشري ټاکنو او د سولې خبرو اترو په تړاو شته ګونګوالي پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

د هغه په وینا، په ۲۰۱۹ کال کې د هېواد د صادراتو او وارداتو کچه هم ډېره کمه شوې ده.

نړیوال بانک د افغانستان له نړیوالو شریکانو غواړي چې له دغه هېواد سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي. دغه بانک د ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغان دولت پر هڅو هم ټینګار کوي.

اړوند مطالب:

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجه تصویب کړه

د ۱۳۹۹ کال بودیجه د خلکو بیړنیو او مهمو اړتیاوو ته ځواب نه وايي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام