د غزني له لارې په ټنونو طبي بوټي پاکستان ته قاچاق کېږي

یو شمېر قاچاقبران له څوو ولایتونو راټول کړي طبي بوټي د غزني ولایت له لارې پاکستان ته قاچاق کوي.

د غزني ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین په افغانستان کې د ځینو طبي بوټو د له منځه تللو له امله اندېښنه لري او وايي، اوسمهال دغه ولایت د طبي بوټو د قاچاق په مرکز بدل شوی دی.

د دې ادارې په خبره، د غزني په زیاترو سیمو کې طبي بوټي له منځه تللي او تر راتلونکو څوو کلونو پورې دغه بوټي په زیاترو غرنیو سیمو کې نابود شي.

د غزني د چاپېریال ساتنې ادارې د طبعي میراثونو د ساتنې مدیر عبیدالله غزنيوال سلام وطندار ته وویل، قاچاقبران د دې ولایت له جاغوري، مالستان، ناور او جغتو ولسوالیو او دغه راز د بامیانو، دایکندي، روزګان او بدخشان ولایتونو طبي بوټي غزني ته راوړي او له دې لارې یې پاکستان ته لېږدوي.

د غزنیوال پروینا، څو ځلې یې د ولسوالیو مسوولینو ته رسمي لیکونه ورلېږلي، چې د طبي بوټو د قاچاق مخنیوی وکړي؛ تراوسه هېچا هم په دې برخه کې همکاري نه ده کړې.

د طبعي میراثونو د ساتنې مدیر عبیدالله غزنیوال د طبي بوټو د جرړو ویستل له چاپېریال سره ستر خیانت ګڼي او زیاتوي، دغه بوټي بیا له پاکستان څخه چین او هندوستان ته په خورا لوړې بیې صادریږي.

د غزني د ولایتي شورا غړی غلام سخي زابلی دولت د کرنې ودې، مالدارۍ او کاري زمینې برابرولو په برخه کې په بې‌پروایۍ تورني وي او وايي، چې د دولت دا چار د دې لامل شوې، چې د کلیو او بانډو خلک د خپل اقتصاد په پاره طبي بوټي قاچاق کړي.

د طبي بوټو یو شمېر خرڅوونکو د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، له ۲۰ کلونو راهیسې دغه کاروبار کوي.

دوی وايي، طبي بوټي له غرونو راټولوي او بیا یې په قاچاقبرانو پلوري، چې هغوی یې پاکستان ته لېږدوي.

د طبي بوټو زیاتره راکړه ورکړه د غزني ښار د پولیسو له دویمې امنیتي حوزې په ۵۰۰ مترو واټن کې کېږي.

هغه کسان چې پاکستان ته د بوټو لېږد کاروبار کوي د نوم په نه خپرولو وايي، پولیس په لویو لارو کې د پيسو په اخیستلو دوی ته د لېږد اجازه ورکوي.

د غزني ولایت د پولیسو چارواکي وايي، که دوی سره همغږي وشي چمتو دي، چې پاکستان ته د طبي بوټو لېږد مخنیوي وکړي.

د ریپوټونو له مخې زیاتره هغه بوټي لکه شرین بویه، کاکتي او الی رنګ له غزني ولایت ته قاچاق کېږي.

د چاپېریال ساتنې پوهان په نامعیاري ډول د طبي بوټو راټولول او پاکستان ته یې لېږد د چاپېریال په زیان بولي او له مسوولو ادارو غوښتنه کوي، که دغه بوټي په سمه ډول مدیریت او پروسیس شي؛ زیاتې پیسې به د دولت خزاني ته راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام