د سپین بولدک او چمن ترمنځ د لارې تړل افغان سوداګرو ته سخت زیانونه رسولي

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجینیرعبدالباقي بینا سلام وطندار ته وویل، د تیرې پنجشنبې ورځې راهیسې چې پاکستاني ځواکونو د سپين بولدک او چمن لاره تړلې د تازه میوو افغان سوداګرو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

بینا زیاته کړه، چې دا مهال د افغان سوداګرو په لسګونو موټر چې انګور، خټکي، هندواڼې او نورې تازه میوې  پکې  بار دي، د دروازې دیخواته ولاړ دي او دغو موټرو ته پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړي وویل، چې د لارې بندېدو له امله تراوسه تر سلو ټنو پورې انګور خراب شوي او سوداګرو ته کابو ۱۰۰ لکه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د هغه پر خبره د دغو موټرو شمېر ټولټال ۶۰ ته رسيږي او په هر موټر کې ۵۰۰ کریټونه بار دي.

د کندهار د تازه میوې په مارکیټ کې یو سوداګر حاجي عبدالغني وايي، دوی به له باغ لرونکو څخه هره ورځ دوه یا درې موټرونه، چې تر دوه ټنو زیات انګور کیږي پاکستان ته لیږدول، خو اوس يې کار په ټپه ولاړ دی او زیاتره انګور هم خراب شوي دي.

نوموړی د دغې لارې د ژر تر ژره خلاصېدا غوښتونکی دی.

په کندهار کې د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وایي، چې دغه ستونزه یې په کندهار کې د پاکستان کونسلګرۍ، په کابل کې د دغه هیواد سفارت او په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارت سره شریکه کړې، خو تراوسه په دې اړه هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.

نوموړی زیاته کړه، چې دوی هرکال د میوو د صادراتو له پیل څخه مخکې له پاکستاني چارواکو سره د خپلو صادراتو  په اړه د همږغۍ غونډه کوي، خو پاکستان په خپلو ژمنو وفا نه کوي، او هر کال د میوو په موسم کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک سلام وطندار ته وویل، چې دوی په جریان کې دي، خو تراوسه نه پوهیږي، چې پاکستان ولې دغه سرحدي دروازه د خلکو او سوداګريزو مالونو پرمخ تړلې ده.

یوشمیر ناتاید شوي راپورونه وايي، چې د پاکستان سرحدي پولیسو دغه لویه لار تیره پنجشنبه هغه مهال وتړله، چې یو شمیر افغانانو د خپلواکۍ د لمانځلو پرمهال د پاکستان بیرغ ته اور واچاوه، خو دا خبره تراوسه کومې رسمي سرچینې نه ده تایید کړې. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام