د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور سلاموطندارته وویل، کابل کې د پاکستان د حبیببانک د څانګې جواز د دوو لاملونو له کبله لغوه شویدی.
د ښاغلي هاشور په وینا، کابل کې د حبیببانک څانګې څو ځلې له قوانینو او مقرارتو سرغړونه کړې او په وار ـ وار ورته لارښوونه او رسمي اخطارونه هم ورکړل شوي، ملیونونو افغانۍ جریمه شوی هم دی؛ خو سره لهدې یې هم ټوله پانګه ـ چې باید په افغانیو وی ـ په افغانیو بدله نهکړه.
د ده په وینا، کابل کې د پاکستاني حبیببانک څانګې وروستیو دوو کلونو کې ان یوه افغان پانګهوال ته هم پور نهدی ورکړی او د افغانستان اقتصادي وده کې یې ونډه نهلرله چې همدا دوه دلایل ددې لامل شول چی جواز یې لغوه شي.

د افغانستان بانک چارواکیو په وینا، کابل کې د حبیببانک څانګې له څه باندې لسو کلونو راهیسې فعالیت لرلو چې اوس یې جواز اخېستل شوی؛ خو افغانستان کې لا هم د پاکستان د نیشنل بانک او الفلاح بانک څانګې فعالیت لري.
د حبیببانک چارواکیو تراوسه کابل کې د دې بانک د جواز لغوه کېدو په اړه څه نهدي ویلي.
دا داسې مهال دی چی تر دې وړاندې افغانستان کې د سوداګریز بانک او انکشافي بانک په نومونو دوه نور بانکونه هم د قانوني سرغړونو له کبله تړل شويدي.
دغهراز د هند پنجاب بانک څانګې هم د نامعلومو دلایلو لهمخې افغانستان کې خپل فعالیت بند کړیو.
ورته مطالب:
افغان مليبانک صنعتکارانو ته ۱۰۰میلیونه ډالر پور ورکوي
مرکزي بانک او برېښنا شرکت د عامه اعتبارونو په اړه هوکړهلیک لاسلیک کړ
د افغانستان بانک رییس: د اسعارو د بیو تثبیتول د دې بانک دنده نهده





