بلخ کې د برېښنا دوې پروژې بشپړې شوې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ته په ننني سفر کې خلم ولسوالۍ کې د برېښنا د ۲۲۰ کیلو واټه یو سب‌سټېشن او په مارمل ولسوالۍ کې د برېښنا د وېش یوې شبکې چې د المان هېواد له لوري د ۷.۶ میلیونو یورو مرستې له‌مخې جوړه شوې، پرانېسته وکړه.

ولسمشر غني د دې پروژو په تطبیق کې د اوبو او برېښنا وزارت د معین ګل‌محمد خلمي او د برېښنا شرکت د مشر له هڅو ستاینه وکړه.

محمد اشرف غني د دغو دوو پروژو پرانېستلو پرمهال بلخ ولایت ته د خپل سفر بله موخه د وچکالۍ او سېلاب‌ځپلو وضعیت ته رسېدل او د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو د موضوع نه ځان خبراوی وبللو.

د افغان ولسمشر په وینا، د دغو سب‌سټېشنونو له تولیدي برېښنا به شاوخوا ۱۸زره کورنۍ ګټنه وکړي.

ټاکل شوې‌وه، د خلم ولسوالۍ ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا سب‌سټیشن، تېره اوونۍ د اوبو او برېښنا وزیر علي‌احمد عثماني له لوري پرانېستل شي؛ خو د لوړپوړو چارواکیو د الوتنې برخې چارواکیو د کابل په هوايي ډګر کې بلخ ولایت ته د ښاغلي عثماني سفر مخه ونیوله.

د سلام‌وطندار راډیو د اطلاعاتو لهمخې، ښاغلی عثماني د ولسمشرۍ ماڼۍ په امر بلخ ولایت ته له سفر راګرځول شویو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام