له هلمنده را رسېدلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې به دویم فصل کرل شوي کوکنار تر لومړي فصل لوړحاصل ورکړي.
په دې ولايت کې يوشمېرکروندګر، چې د ګرمۍ په موسم کې يې کوکنارکرلي وايي، په دویم فصل کې د مجبورۍ له مخې يې کوکنار کرلي، خو نه يوازې يې حاصلات لوړدي بلکې دا مهال د امنيتي ځواکونوله خوا يې پر وړاندې کمپاينونه اوجاج اخيستل هم نشته، نو له همدې امله ترې ډيره ګټه ترلاسه کوي.
پرهمدې مهال ددې ولايت له نشه يي توکوسره د مبارز مسؤلين هم د کوکناردویم فصل کرل نه ردوي، خو وايي چې په دې اړه يې کره سروې نه ده کړې.
هلمند چې د هيواد په کچه د نشه يي توکوپه توليد کې لومړی ځای لري دا مهال په کې د ګرمۍ په موسم کې هم دویم فصل کوکنارپه ځينودښتي اوغرنيوسيموکې کرل شوي دي.
په دې ولايت کې يوشميرکروندګروايي، له دې امله يې د کوکنارو دویم فصل ته مخه کړې، چې دولت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړې اوله بلې خوا کاروبارټول په ټپه ولاړاو دوی پوروړي دي.
محمدنبي، دین محمداو عبدالرحیم د هلمند هغه کروندګر دي، چې دویم فصل کوکنار یې د دې ولایت په نهرالسراج، ماتکی او بغران ولسوالیو په سیمو کې کرلي.
د دوی په خبره، چې دویم فصل کوکنار، ځکه د دوی له پاره ګټه کوي که څه هم د کرکچه يې کمه ده خ ومحصولات يې لوړ او د مبارزې په برخه کې يې هم کوم څرک نه ليدل کيږي.
د دوی په خبره که دولت دوی ته د کارزمينه برابره اوترڅنګ يې د کرنې په برخه کې له دوی سره مرستې وکړي اړ نه دي چې لومړی يا دویم فصل کوکنار وکري.
بل پلو په دې ولايت کې له نشه يي توکوسره د مبارزې رئيس لعل محمدعزیزي هم مني، چې د هلمند په ځينوسيمو کې دویم فصل کوکنارکرل شوي، خو زیاتوي، چې په دې اړه سروې نه ده شوې اوکره شميريې نه شي په ډاګه کولی.
نوموړی دا مني، چی دویم فصل کوکنارو کې دولت ددی بوټي د ماتیدو له پاره نه کمپاین کړی او نه هم لاس په کار شوی دی.
د نوموړي په وينا، په شمالي ولسوالیو کې د کوکنارو او دویم درېیم فصل هم کرل کیږي او دولت په بشپړه توګه د ماتوني له پاره يې څه نه دي کړي.
د هغه په خبره، چې هلمند اوس هم د هېواد په کچه د نشه يي توکو په توليد کې لومړی ځای لري او په تېرفصل کې په دې ولايت کې تر ۱۰۰ زره هکټارډيرکوکنارکرل شوي وو، چې چې د مبارزې په برخه کې يې يواځې څه باندې ۳ زره هکټاره فصلونه له منځه وړل شوي وو.





