.png)
د افغانستان نوین په نوم د ودانیزو شرکتونو ټولنه چې ۲۰۰ بېلابېل شرکتونه یې غړیتوب لري کابل کې خبري غونډې ته وویل، د امنیتي پوستو او ودانیو په شمول یې د کورنیو چارو وزارت لهپاره شاوخوا ۳۱۳ ودانیزې پروژې بشپړې کړي خو د دوو کلونو په تېرېدو یې دغه وزارت پیسې نه دي ورکړي.
دوی وايي، دغه کار لامل شوی زیاتره شرکتونه د مالي ستونزو له کبله د ماتې ګواښ سره مخ شي.
د افغانستان نوین ټولنې رییس محمد داود طوتاخیل وویل، په کورنیو چارو وزارت یې له ۷ میلیاردو ډېرې افغانۍ پاتې دي که د روانې وري میاشتې تر ۱۸ نېټې یې پیسې ور نه کړل شي دا شرکتونه به تر لاس لاندو پروژو چارې وځنډوي.
دغه راز د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، که حکومت د ودانیزو شرکتونو ستونزې حل نه کړي دوی به د شرکتونو له هرې پریکړې ملاتړ وکړي.
.jpg)
ښاغلي الکوزي زیاته کړه، د ودانیزو شرکتونو ستونزه یې څو ځله اړوندو چاراکیو سره شریکه کړې، خو د هواري په برخه کې یې اقدام نه دی شوی.
نوموړي وايي، د دغه ډول بېغوریو او فساد له امله ورځ تربلې د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ واټن زیاتېږي.
ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي سلاموطندار ته وویل، د ودانیزو شرکتونو د پیسو ورکولو په اړه یې یو پلاوی هم ټاکلی و چې دا موضوع یې څېړلې او د ودانیزو شرکتونو پیسې به ډېر ژر ورکړي.
د ودانیزو شرکتونو ټولنې غړیو له دې وړاندې هم د خپل حق ترلاسه کولو په موخه لاریون کړی و او ستونزه یې ملي شورا سره شریکه کړې وه خو څرګندې پایلې یې نه درلودې.





