د کندوز کروندګرو ته د طالبانو امر: سږکال خټکي او هندواڼې ونه کرئ

د کندوز ولایت کروندګر او د ولایتي شورا غړي وايي، چې طالبانو دهقانانو ته امر کړی، چې سږپسرلی خټکي او هندواڼې ونه کري، ځکه چې په دې ولایت کې جګړه سختېږي او خپل حاصلات به راټول نه کړی شي.

طالبان کروندګرو ته ویلي، چې خټکي او هندواڼې ونه کري، خو که د جنګ پر وخت یې ترې حاصلات ټول نه کړی شول؛ مسوولیت به یې په خپله غاړه وي.

د کندوز ښار د چله مزار کلي اوسېدونکی کروندګر ننګیالی وايي، چې ژوند یې د خټکیو او هندواڼو کرکېلې پورې تړلی دی؛ خو طالبانو ورته ویلي، چې نه کر یې له دې ښه دی، چې بیا یې حاصلات راټول نه کړی شي.

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي د دې موضوع د تایید ترڅنګ وايي، چې طالبانو د نوي امر په کولو سره ټول کروندګر اندېښمن کړي دي.

د ولایتي شورا مرستیال د خټکي او هندواڼو کرکېله د کندوز ولایت د کروندګرو عایداتي منبع ګڼي او وايي، که چېرې طالبان د دې کرکېلې مخه ونه نیسي؛ کروندګر به له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

خټکي او هندواڼې د کندوز ولایت له مهمو حاصلاتو څخه دي. د شمېرو له مخې تېر کال د دې ولایت کروندګرو ۸۰۰ زره هکتاره ځمکه باندې خټکي او هندواڼې کرلې وې.

خو د کندوز ولایت د زراعت ریاست د کرنې برخې مسوول عبدالصیر فقیري د طالبانو له دې اخطار نه بې خبري ښيي.

د کندوز د امنیت امر معصوم هاشمي ساپی دا موضوع د دولت پر ضد تبلیغات بولي او وايي، چې هېڅ ډول منفي اغېز نه شي کولی.

کندوز هغه ولایت دې، چې طالبان په کې په پراخ حضور لري. د طالبانو د رژیم له پرځېدلو وروسته، کندوز لومړی ولایت دی، چې د دې ډلې لاسته ورغلی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام