کابل به د ریکا په ناستې کې د۳۰ هیوادونو د استازو کوربه وي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له پاره د سیمې ۶ اقتصادي کنفرانس یا ریکا به په پلازمېنې کابل کې د روانې عیسوي میاشتې له ۳- تر ۴ پورې دوام وکړي.

د باندنیو چارو وزرت ویاند شکیب مستغني په یوې خبري ناسته کې وویل، د ریکا ناستې په لومړۍ ورځ کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به خپل نظرونه وړاندې کړي او په دویمه ورځ به په دې اړه بحث وشي.

نوموړي وویل، په دې ناسته کې ۳۰ هېوادونه او ۴۰ سیمه ییز او نړیوال سازمانونه ګډون کوي.

د باندنیو چارو وزارت ویاند د ریکا د ۶ ناستې توپیر ل د ریکا له نور شویو ناستو سره داسې بیان کړل.

ده وویل، په دې ناسته کې د ګډون والو له خوا پر هغو پروژو، چې پرې بحث کیږي، د تعقیبولو په میکانیزیم او پر هغو ننګونو به خبرې وشي، چې د اقتصادي پروژو د پلې کېدو په برخه کې خنډ ګرځیدلي دي.

د دغه وزارت مسولین په ډاګه کوي، چې په دې ناسته کې د ګډونکونکو د نومونو لړ لیک نه دی نهايي شوي، خو د معلوماتو له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د دې هېواد لومړی وزیر او د هند د بهرنیو چارو وزیر مرستیال چې د ریکا په تېره ناسته کې ګډون کړی و، دا ځل د ګاونډیو هېوادونو له ډلې څخه په دې ناسته کې ګډون کوي.

مستغني زیاته کړه، دا ځل به ډېر ټینګار د پروژو پر پلې کولو او د تعقیبي میکانیزم پر جوړولو وي، تر څو د تېرو ناستو د منفي ټکو مخنیوی وشي.

نوموړي همدا ډول وویل، د ریکا ناسته د تمویلونکو، ډونرانو او پر تمویلي پروژو بحث نه دی، چې په افغانستان کې پلې کیږي؛ یواځې په سیمه کې اقتصادي فرصتونو او مرستو ته زمېنه برابر وي.

د ریکا په ناسته کې د چین له کاشغره پېل شوې د اوسپنې په کرښې، چې قرغیززستان، تاجکستان او له افغانستانه تېریږي ایران ته رسي، د تاجکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې په درې اړخیزې کرښې، د چابهار په پروژې ، د لاجورد تاریخې لارې په بیا رغونې، چې افغانستان د ترکمنستان له لارې د کسپین بحیرې، اذر بایجان، ګرجستان او له هغه ځایه تورې بحیرې او اروپا سره نښلوي، بحث وشي.

 

 

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي د ریکا ناسته افغانستان او سیمې له پاره طلايي فرصت ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی قیس محمدي سلام وطندار ته وویل، په دې ناسته کې افغانستان باید د کاني زیرمو د اقتصادي ارزښت له پلوه ځانکړی پروګرام وړاندې کړي.

افغانستان په دې اساس وخت کې د نړیوالو مرستو له کموالي سره مخامخ دی، د دا ډول ناستو پېل د افغانستان له پاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري، دا مسله د افغان حکومت په چارواکو پورې تړاو لري، چې تر کومې کچې کولای شي؛ ګاونډي او سیمه ییز هېوادونه په افغانستان کې پانګونې ته لیواله کړي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام