
د مرکزي احصایې اداره وايي، په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان د صادراتو حجم زیات شوی دی.
د دغې ادارې مسوولانو سلاموطندار ته وویل، د تېر لمریز کال په نهو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت له ۶۰۰ میلیونو ډالرو زیات و، داسې حال کې چې د ۱۳۹۵ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د صادراتو حجم رقم شاوخوا ۴۸۱ میلیونه ډالر و.
د مرکزي احصایې ادارې مرستیال حسیب الله موحد وايي، په تېرکال کې د صادراتو ۳۹ سلنې زیاتوالي سره یوځای د وارداتو په حجم کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ښاغلي موحد په خبره، په ټوله کې د ۹۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان د ۵ میلیاردو او ۸۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات لرل دا داسې مهال ده چې د ۹۵ کال په لومړینو نهو میاشتو کې د وارداتو حجم ۴ میلیارده او ۷۶۴ میلیونه ډالر و.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، د تېر لمریز کال نهو میاشتو کې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه مېوه او سبزۍ له هېواده بهر صادر شوي دي.
غالۍ، قیمتي او نیمهقیتمي ډبرې، تازه او وچې مېوې، سبزۍ، غیرالکولي څښاک او درملنه کې ګټه اخیستونکي ګیاوې د هېواد له اصلي صادراتي توکیو شمېرل کېږي.
د مرکزي احصایې ادارې چارواکي د قزاقستان له الماتا سره د کابل هوايي دهلیز او له کابل ډهلي او کابل ممبي سره د لېږد رالېږد دهلیزونو پرانیستل، تېر لمریز کال کې د هېواد د صادراتو کچې په لوړېدو کې اغېزناکه بولي.





