
د هرات ولایت د کانونو مسوولین وايي، د تېرو دوو کلونو په پرتله په سږني کال کې د کانونو عواید ۵۰ سلنه راکم شوي دي او لامل یې بازارونو ته د مرمرو تیږو په صادرولو کې کمښت په ګوته کوي.
د دې ولایت د کانونو ریاست مرستیال عبدالجلیل الیاس نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، څو کاله مخکې له هرات څخه د مرمرو تیږي ګاونډيو هېوادونو ته وړل کېدلې او بیا له هغه ځایه د پاکستان او ایران په نومونو نړیوال بازار ته صادرېدلې.
الیاس وايي، ولسمشر دغه ولایته د خپل سفر پرمهال ګاونډیو هېوادونو ته د خامو مرمرو صادرول بند کړل او ژمنه يي وکړه، چې په هرات ښار کې به د مرمرو تیږي پروسس شي.
ده وویل، د راتلونکي کال تر جوزا میاشتې پورې به د مرمرو تېږي هرات ښار کې پروسس او د افغانستان په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرې شي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې سیمه ییزه اداره په دې برخه کې د کانونو وزارت پروګرامونو عملي کولو له پاره چمتو ده.
د هرات د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې د دغه ریاست عواید په ۱۳۹۳ لمریز کال کې ۱۰۶ میلیونه ۷۵۱ زره ۴۴۸ افغانیو ته رسېدل، خو په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کلونو کې دغه عواید ۴۶ میلیونه افغانیو ته راټيټ شوي، چې ۵۰ سلنه کموالی ښيي.





