
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او په کابل کې د چین سفیر وجینګ ترمنځ له افغانستان سره د دغه هېواد د ۷۲ میلیونو ډالرو وړیا مرستې تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، مرسته شوې پیسې به د کور جوړونې په پروژو، د دولتي بنسټونو په جوړولو، د کانونو په راوېستنه، د اوسپنې په پټلۍ، د برېښنا بندونو په جوړولو، د اوبو سرچینو په مدیریت، د واټونو په جوړولو او کرنیزه برخه ولګول شی.
حکیمي وايي، چین چمتو دی له افغانستان سره د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او په نورو بنسټیزو برخو کې مرسته وکړی.
په کابل کې د چین سفیر وجینګ له افغانستان سره په اقتصادی برخه کې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د چین مرستې په افغانستان کې په سمه او رڼه توګه ولګول شي.
د مالیې وزارت د چارواکو پروینا، چین له ۲۰۱۴ کال راهیسې له افغانستان سره د ۳۳۰ میلیونو ډالرو وړیا مرستو ژمنه کړی وه، چې د وروستۍ مرستې تړون یې نن لاسلیک شو.





